Asset 1SWN

د هلمند اوسېدونکي: حقوقي دعوې مو پر وخت نه حل کېږي

IMG_20230115_145918

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي نیوکه کوي چې د دغه ولایت د مسوولانو له لوري یې حقوقي دعوې پر ټاکلي وخت نه حل کېږي.

د یاد ولایت د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی عطاالله سلام‌وطندار ته وايي، نږدې یو کال کېږي چې حقوقي دعوه لري، خو له یوې ادارې بلې ته لېږدول کېږي او ستونزې ته یې رسېدنه نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «کابو یو کال کېږي دعوه لرم، موږ په موخی دوستې کړې، مقابل لوري خپل واده کړی، خو ماته واده نه‌راکوي، وايي تا شیدې ورسره خوړلي. زه یې د کجکي ولسوالي څخه دلته را ولیږلم، وای ورسه خپل دعوه ورسره وکړه.»

په همدې حال کې د کجکي اوسېدونکی قاري غلام رسول بیا وايي، د ځمکې پر سر دعوه یې حل شوې، خو لا هم مقابل لوری ورته ستونزې جوړوي.

نوموړي وویل: «دولس کاله کېږي چې دعوه مې پر خپلې کرنیزې ځمکې روانه ده، زما مقابل لوری مې خپلې کرنیزې ځمکې ته نه پرېږدي، که څه هم څو ځلې د هیتانو په حضور کې ځمکه زما شوې، خو بیا هم مقابل لوری ستونزي راته جوړوي.»

سید محمد عالم چې لښکرګاه کې عریضې لیکلي، وايي، ډېری مراجعه‌ کوونکي یې د ځمکې د غصب، صورت دعوه، دفع دعوه او مراث قضیو کې د عریضې لیکلو غوښتنه کوي، خو ډېر کم کسان ورځي چې قضیه یې د جزايي برخې اړوند وي.

نوموړي وویل: «دلته ډېری عریضې چې موږ خلکو ته لیکو هغه د ځمکو د دعوې، زور زیاتي  او غصب اړوند وي، خو خلک شکایت کوي چې عریضو او ستونزو ته یې رسېدنه ژر نه کېږي.»

په ورته مهال د هلمند مسوولان د خلکو دغه ستونزې او شکایتونه تاییدوي، خو وايي چې ډېری حقوقي قضیې له تېر جمهوري نظام څخه ور پاتي چې د اسلامي امارت ځايي مسوولان یې په څېړلو او حل‌وفصل کار کوي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وویل:«ستونزي شته په دې کې شک نشته، خو چون اسلامي امارت نوی دی ډېری حقوقي لانجې د تېر حکومت څخه هم پاتې او اوس اسلامي امارت د یادو ستونزو په څېړلو او حل کولو بوخت دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال زیاتوي چې د ۱۴۰۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۸سوه او ۱۳ قضیې حل او فصل شوي او شاوخوا ۱۷۰۰ بېلابېل وثایق هم اجراء شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام