Asset 1SWN

سلام وطندار

د فاریاب اوسېدونکو د هرات زلزله‌ځپلیو ته نهه میلیونه افغانۍ مرسته ټوله کړې

n00278603-b

فاریاب کې د مرستو راټولولو ولسي کمېسیون مسوولان وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د هرات‌ زلزله‌ځپلیو ته د مرستو راټولولو  کمپاین کې نهه میلیونه افغانۍ ټولې کړې دي.

د دوی په وینا، راټولې شوې نغدي مرستې تېره ورځ د فاریاب خبریالانو او مدني فعالانې له لوري د هرات زلزله‌ځپلیو باندې وېشل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب ولایت مقام استازی او زلزله‌ځپلیو ته د مرستو راټولولو کمېسیون مالي مسوول حیات‌الله مهاجر سلام‌وطندار ته ویلي، د مرستو راټولولو کمپاین د تلې په ۱۶مه د دغه ولایت خبریالانو او مدني فعالانو له لوري پیل شوی او د تلې تر ۲۶مه یې دوام وکړ.

هغه وویل: «د تېرې یوې اوونۍ پر مهال، د ګذر وکیلانو، د جوماتونو امامالانو او نورو د مرستو راټولولو کې مهمه ونډه لرله او خیمې جوړې شوې چې شاوخوا نهه میلیونه افغانۍ ټولې شوې وې ترڅنګ یې ۴۷زره ډالر او ۷۰۰زره افغانۍ د سوداګرو، صرافانو له لوري ټولې او مخکې لېږل شوې وې.»

فاریاب کې د خبریالانو ملي ټولنې رییس او د یاد کمېسیون غړی قطب‌الدین کوهي وايي، د یو‌شمېر ځوانانو او خبریالانو په هڅه او د ولایت مقام سره په همغږۍ یې د یوې درې اړخیزې کمېټې له لارې دغه مرستې ټولې کړې دي.

د نوموړي په وینا، دې کمېټه کې د ولایت مقام، د علما شورا، اطلاعاتو او فرهنګ، استخبارات، امنیه قومنداني، حوادث ریاست، ښاروالي، د حج او اوقاف ریاست، د سپین‌ ږیرو شورا او ګذر وکیلانو استازیو ګډون درلود، څو زلزله‌ځپلیو ته مرستې ټولې کړي.

په ورته مهال زلزله‌ځپلیو ته د مرستو ټولولو کمېسیون غړی او د مېمنې ښار د اصنافو مشر عزت‌الله سلام‌وطندار ته وايي، هیله لري چې د فاریاب د اوسېدونکو مرستې په بشپړه امانت‌دارۍ د هرات زلزله‌ځپلیو ته ورسېږي.

نوموړي وویل: «د خلکو او اصنافو غوښتنه دا ده، هغه امانت یې چې موږ ته سپارلی، کمېسیون یې چې مسوولیت لري، د هرات زلزله‌ځپلیو ته یې باید ورسوي او نورو ځایونو کې دې بې‌ځایه نه‌لګوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هرات زلزله چې د روانې تلې میاشتې پر ۱۵مه د دغه ولایت زنده‌جان او ګلران ولسوالۍ ولړزولې، افغانستان تر ټولو مرګونې طبیعي پېښه بلل شوې چې له امله یې څه باندې ۲۵۰۰ کسان مړه او له ۵۰۰۰ ډېر ټپیان شول. دې پېښه کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام