د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې پېښو ډېروالي ته په کتو، د دغو پېښو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، کورنی تاوتریخوالی، اروايي ناروغۍ او اقتصادي ستونزې د ځانوژنې اصلي لاملونه دي.
څوارلس کلنه فاطمه چې د دایکندي د یوې ولسوالي اوسېدونکې ده، د وري میاشتې په لومړیو ورځو کې یې ځانهوژنه وکړه. د هغې پلار عليداد وايي، لور یې د ښوونځي د اووم ټولګي زدهکوونکې وه چې له څه مودې راهیسې له اروايي ستونزو کړېدله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «د فاطمې مور پر هغې غوسه شوه چې لوښي دې نهدي مینځلي، هغه هم راغله، ځان یې غرغره کړ. کله کله به یې له کوچنۍ خور سره جګړه کوله، کور کې به یې هم تاوتریخوالی کاوه. د شپې اته بجې وې چې د فاطمې مور دباندې ووتله، ویې لیدل چې د غوجلې پر واورې داغونه دي؛ غږ یې وکړ چې راشه لور مو ځان غرغره کړی دی.»
احمد چې ۳۲ کلن و او د بادغیس د ابکمري ولسوالي اوسېدونکی و، د اروايي ستونزو له کبله یې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. د احمد خپلوان وايي چې نوموړی پر کرنې او مالدارۍ بوخت و او له ځانوژنې مخکې به یې د کورنۍ له غړیو او ملګرو سره له تاوتریخوالي ډک چلن کاوه.
د احمد یو خپل عیدمحمد وايي: «د ځانوژنې لامل یې اروايي ستونزې وې. کورنۍ یې څو ځله ډاکټر ته وروست، ډاکټر ورته ویلي و چې اروايي ستونزې لرې، باید درملنه دې وشي. عصبي ستونزې یې لرلې، ځان یې نه و راځړولی، روښانه نهده چې څه ډول یې ځان زندۍ کړی. د احمد کورنۍ وايي چې کور کې ورسره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه کېده.»
شریفه بیا د خواجه سبزپوش ولسوالي اوسېدونکې وه. هغې چې دوه بچیان لرل، هم ځانوژنه کړې ده. خپلوان یې د ځانوژنې انګېزه کورنی تاوتریخوالی او اروايي ستونزې یادوي.
د شریفې یو خپل نصیراحمد وايي: «شریفې لس کاله مخکې له یوه بل کس سره واده کړی و. دا چې مخکیني خاوند به یې وهله ډبوله، پر عصبي ناروغي اخته شوې وه. هغې چې له لومړي خاوند نه طلاق اخیستی، بل واده یې کړی. د همدې عصبي ستونزو له کبله یې خاوند او بچیانو سره ښه چلن نه درلود. خلک به یې هم ځورول. ډاکټر ته مو ډېره وروستله، خو ونه شوه او بالاخره یې په خپلې چادري ځان را وځړاوه.»
په همدې حال کې یوشمېر ارواپوهان وايي، د پر ځان باور له منځه تلل او راتلونکې ته ناهیلي د ځانوژنې پېښو د ډېروالي اصلي لاملونه دي.
ارواپوه اسدالله واجد وايي: «د ټولنیز ژوند، سیاسي، اقتصادي، اروايي او ټولنیز لاملونه یو بل ته لاس ورکوي او انسان ځانوژنې سره مخامخ کوي. مخکې به دیني عقیدې تر یوه بریده په افغانستان کې د ځانوژنې مخه نیوله، خو اوس ویلی شوو چې د باورونو کمزورتیا او سختې اروايي ناروغۍ چې ورځ تر بلې ډېرېږي، د ځانوژنې تر ټولو ستر لاملونه دي.»
ټولنپوه بسمالله یاوري بیا وايي چې مثبت او منفي ټولنیز بدلونونه د ځانوژنې کچې پر ډېرېدو او کمېدو مستقیم اغېز لري. نوموړی زیاتوي: «ځانوژنې له ټولنې سره ژوره اړیکه لري. کله چې ټولنه ښهوالي ته روان وي، د خلکو ژوند ښه کېږي او د زړونو نږدېوالی یې زیاتېږي، د ځانوژنې پېښې هم کمېږي. خو که ټولنه ښې خوا ته نه وي روانه او سخت حالت راشي، انسانان خپلې هیلې پهکې نهشي لیدلی او ځانوژنه کوي.»
د یادونې ده چې د وري میاشتې پر مهال د شویو ځانوژنو پېښو یوازې ۱۱ هغه یې رسنیزې شوې دي. بادغیس، غور، سرپل، بامیان، فاریاب، دایکندي، بدخشان، خوست او ننګرهار هغه نهه ولایتونه دي چې د ځانوژنې پېښې پهکې شوې دي.