د افغانستان د علماوو نهضت نن په کابل کې یوې غونډې ته چې په انلاین ډول د اندونیزیا دیني علماوو سره په ګډه جوړه شوې وه، وویل چې دیني علما د یوه ښه او اسلامي نظام په جوړولو کې اساسي رول لوبوي او غواړي چې په بېلابېلو دولتي پوستونو کې وګمارل شي.
د اسلامي امارت د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مسوول مولوي فاروق حنفي انصاري وویل، اوس د دې وخت رسېدلی چې دیني علما د ټولنې اصلاح لپاره سره یو موټي شي. نوموړی وایي، هغه مهال په ټولنه کې د دیني علماوو رول موثره دی چې د دولت په مهمو پوستونو کې وګمارل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مسوول د نړۍ له دیني علماوو څخه وغوښتل چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان دیني علما یوازې پرېندي او د یوه اسلامي دولت د جوړېدو په برخه کې چې ټولو ته د منلو وړ وي، همکاري وکړي.
دغه راز، غونډې ته دیني عالم سیفالدین محمدي وویل چې د تاريخ په اوږدو کې ديني علماوو په سياست کې ستر رول لوبولى، او دا د دوی دنده ده چې د ټولنې د ګټو لپاره سره یو موټي شي او همکاري وکړي.
دغه دیني علما د خلکو پر یوالي ټینګار کوي او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې په هېواد کې دې وروستیو ننګونو ته رسېدنه وکړي.