سلطان بند د هېواد له تاریخي بندونو شمېرل کېږي چې د غزني په شمال کې له میدانوردګ ولایت سره په سرحد کې موقعیت لري.
له کله نه چې دا بند جوړ شوی، د غزني د اوبو د سرچینو په مدیریت، د کرنې پراختیا او د بڼوالۍ په وده کې یې د پام وړ اغېزې لرلي.
د یاد بند د رغونې چارې تازه د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پیل شوي چې شاوخوا ۱۱۰ مېلیونه افغانۍ به پرې ولګول شي.
مسوولان وايي، د پروژې تر بشپړېدو وروسته به، د بند د اوبو ذخیره له ۹ میلیون څخه ۱۳ میلیون متر مکعب ته لوړه شي.
د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د دې بند ساتنې ته د نه پاملرنې له امله پر مخکینۍ ادارې نیوکه وکړه او وې ویل، دوی د دغه بند جوړښت ته د اوښتي زیان له امله، د بند بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی.
«چا چې د جمهوریت پرمهال پیسې اخیستي، هسې یې د خلکو په سترګو کې خاورې اچولي. مونږ استحکامات کړي. همداسې له خاورو سره یې سیمنټ ګډ کړي او دیوال یې پورته کړی، دا هېڅ کله فشار نه شي اخیستی. همدا وجه ده چې ما بار بار ویلي چې اوبه ذخیره نه کړي او دروازه یې پورته کړئ، ځکه خلکو ته زیان رسیږي.»
د سلطان بند د بیارغونې پروژه د غزني د خلکو په ځانګړې توګه د کروندګرو او بڼوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.
د خواجه عمري ولسوالي د خلکو شورا مسؤل سیدغلام سخی مجمر او او ځايي کروندګر عبدالاحد له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، په تېر کې د بند ویجاړۍ ځايي خلکو ته په زیاته اندازه زیانونه رسولي.
دوی وايي، د بند له بیارغونې سره به کرنې او بڼوالۍ ته په وخت او مناسبې اوبه برابرې شي.
«بدبختانه د دې بند د ویجاړېدو یو اساسي علت دا دی چې هغه دیوال چې د جمهوري دورې پر مهال جوړ شوی و، نیمګړی جوړ شوی او هماغه اختلاس او فساد چې په نورو پروژو کې و، دلته هم موجود و. اسلامي امارت په ټولو برخو کې کار کوي، په ځانګړې توګه د سړک جوړونې او بندونو د اعمار په برخه کې، چې دواړه ډېر مهم دي.»
«زه په دې پروژه ډېر خوشحاله یم، خدای دې دغو خلکو ته اجرونه ورکا. مونږ ته دلته زیان رسېدلی، زمونږ باغونه یې ټول یوړل. اوبه خو اوس هم نشته. اول ضربه مونږ خوړلې ده. »
په همدې حال کې د غزني مسوولان وايي چې سلطان بند شاوخوا ۳۰ زره متر مربع مساحت لري چې اوږدوالی یې ۲۳۰ متره او پلنوالی یې ۴۶ متره دی.
دوي وايي، دامهال د بند د اوبو ساتلو ظرفیت ۸ میلیون متر مکعبه دی چې له بیارغونې وروسته به دا ظرفیت تر ۱۳ میلیون متر معکب پورې لوړ شي.
د غزني د ولایت مقام استازی محمداسحاق صالح وايي: «د بند مساحت شاوخوا ۳۰ زره متره مربع دی، اوږدوالی یې ۲۳۰ متره، د لاندې برخې پلنوالی یې ۴۶ متره او د پورته برخې پلنوالی یې ۶ متره دی. د بند لوړوالی ۲۸ متره دی. د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت یې میلیون متر مکعب ته رسېږي. د بند ښي لور ته د اوبو د ایستلو لپاره یو اتومات پرچاوي سیستم طرحه شوی چې شاوخوا ۱۲ زره کسان ترې ګټه اخلي. دا بند ۴۴ جوې لري چې ۱۸ یې د قلعهنو له کلي پیل او د سر بند یې تر منګور او قرهباغي کلیو پورې رسېږي، ټولیز اوږدوالی یې ۳۷ کیلومتره دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان هم ټینګار کوي چې د سلطان بند بیا رغونه به د اوبو په ښه مدیریت کې مهم رول ولري او د ژورو څاهګانو کیندل به هم کم شي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد ذکریا هوتک وایي: «بازسازی بند آب سلطان نقش مهم و حیاتی در بهبود برنامههای زراعتی دارد با تامین بهتر آب برای زمین های زراعتی زمینه برای تطبیق سیستم های مدرن آبیاری و باعث افزایش بهره برداری از زمین ها فراهم خواهد شد، هم چنان کاهش وابستگی به آب چاههای عمیق و حفاظت از منابع زیر زمینی از تاثیرات مثبت این بند خواهد بود»
«د سلطان بند بیا رغونه د کرنیزو پروګرامونو د ښهوالي لپاره مهم او حیاتي رول لري. د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د ښه تامین له لارې، د عصري اوبو لګولو سیسټمونو د پلي کولو زمینه برابریږي او د ځمکو څخه د ګټې اخیستنې کچه لوړوي. همداراز، دا بند به د ژور څاګانو پر اوبو د تکیې کمولو او د ځمکنیو منابعو د ساتنې له اړخه مثبتې اغېزې ولري.»
کرنیز کارپوهان هم غزني کې د دې بند ارزښت مهم یادوي او وایي، سلطان بند په دې ولایت کې د کرنې په پراختیا کې ځانګړی ځای لري چې زرګونه کروندګرې کورنۍ د همدې بند د اوبو له لارې خپلې کروندې پالي.
د غزني د کرنې او بڼوالۍ کارپوه محمد صالح غزنوي وویل: «د سلطان بند له فني او کرنیز پلوه لوړ اهمیت لري، ځکه چې دا بند باغونه، مېوې، ترکاري او نباتاتو ته اوبه برابروي. ټول د سلطان بند له برکته حاصل ترلاسه کوي. همدارنګه، زرګونه کورنۍ چې په مرکز کې اوسیږي، پر دغه بند تکیه لري. له دې امله چې د سلطان بند ظرفیت ټیټ دی، د ژمي په موسم کې یې اوبه بېځایه ضایع کېږي، خو که د بند ظرفیت لوړ شي، د ژمي د اوبو له ضایع کېدو به مخنیوی وشي، او د اوړي په موسم کې به د کروندګرو د اوبو کمښت ستونزه هم حل شي.»
د یادولو ده چې د سلطان بند بنسټ د غزنویانو د سلطنت په دوره کې اېښودل شوی او بیا د پخواني پاچاه محمدظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال ورغول شو.
دغه بند د جمهوریت په لومړیو کلونو په ځانګړې ډول په ۱۳۸۴ لمریز کال زیانمن شو چې په پایله کې یې د غزني کروندګرو او بڼوالانو ته هم په زیاته اندازه زیانونه واړول.


