د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې نن د جمعې له لمانځه وروسته، سلګونه کسانو د غزې په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد لاریون وکړ.
لاريونکوونکو له نړيوالې ټولنې او عرب ملکونو غوښتنه وکړه چې په غزه کې د اسراییلو د وحشت مخه دې ونيسي.
يوه لاريونکوونکي محمدعمر فضلي وويل: «موږ د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې غزې ته ورڅېرمه هېوادونو سره خبرې وکړي او د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو مجاهدينو ته غزې ته د ورتګ لاره ورکړي. موږ په زرګونه ځوانان تيار دي چې غزې ته ولاړ شي چې د غزې محاصره ماته کړي.»
په ورته مهال لاریونکوونکو د بشر حقونو نړيوال بنسټونه هم تورن کړل چې ګواکې غزه کې په کېدونکي وحشت پټه خوله پاتې شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
يوه بل لاريونکوونکي مولوي حميدالله وويل: «که چيرته نړيواله محکمه د بشر حقونو د ملاتړ، دفاع لپاره جوړه شوې وي ايا بشري حقوق بيا دغه ته ويل کيږي چې د غزې په مظلومو مسلمانانو دې په خروارنو بمونه وواريږي.»
اسراییلو د وروستیو اوونیو پرمهال د غزې پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه پیل کړي او تازه یې، د یاد ښار بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې له خپلو سیمو ووځي.
څو ورځې وړاندې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غزه کې د اسراییلو روانو بریدونو او نسلوژنې په اړه کلک غبرګون ښودلی و.


