د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د پلان شویو ۲۳ هستوګنیزو بلاکونو د فعالولو هڅې پيل کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني میدان‌وردګ ته د یوه سفر په ترڅ کې ویلي، هڅه کوي د وزارت اړوند په میدانښار کې ۲۳ بابه هستوګنیز بلاکونو پروژه له سره پيل کړي.

نوموړي ویلي، یاده پروژه چې د میدان‌ښار په «تخت‌کوتل» سیمه کې موقعیت لري، ۲۳ بابه هستوګنیز بلاکونه، ۲۷۶ هستوګنیز اپارتمانونه، سړکونه اوبوکانالونه او د اړتیا وړ ملحقات لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نعماني د یاد ولایت اوسېدونکو سره ژمنه کړې چې هڅه کوي، یاده پروژه له سره پیل کړي او تر بشپړېدو وروسته یې د ولس لپاره د هستوګنې لپاره په واک کې ورکړي.

د میدانښار یوه اوسېدونکي حاجي شاه پور سلام‌وطندار ته وویل، په تېرو حکومتونو کې هم څو ځلې د یادې نیمګړې پروژې د پيل سروې شوي، خو تراوسه نه‌ده بشپړه شوې.

نوموړي وویل، که یاده پروژه بیا له سره پیل شي، دا به د میدان‌وردګ اوسېدونکو لپاره ښه زیری وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام