د پکتیکا د مرکز شرنې ښار یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له کلونو راهیسې دولتي برښنا نهلري او تر دا مهاله دغه ښار ته هېڅ ډول برښنا نهده برابره شوې.
د شرنې ښار اوسېدونکي وايي چې د برښنا نهشتون له امله د سوداګرۍ او صعنت چارې په ټپه ولاړې دي او ګڼې دولتي ادارې او روغتونونه پر وخت خدمات نهشي وړاندې کولای چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مرکز ښرنې د اوسېدونکو په وینا، که د برښنا ستونزه حل شي، سوداګر چمتو دي چې دغه ولایت کې کوچنۍ او لویې کارخونې جوړې کړي چې په دې سره به خلکو ته د کار زمنیه هم برابره شي.
د ښرنې اوسېدونکي احسان وویل: «د برښنا نشتون یوه لویه ستونزه دا ده چې دلته تراوسه هېڅ ډول فابریکه نه کار ته اماده شوې او نه یې په فعالیت پیل کړی. که برېښنا وي، د پکتیکا ډېری خلک تجاران دي او په لویه کچه تجارت لري او دوی به دلته سرمایه ګذاري کړې وای.»
په ورته مهال نبي همدرد مرکز ښرنه کې کافي شاپ لري. نوموړی وايي چې تردامهاله ښرنه دولتي برېښنا نهلري او یوازې د یوه خصوصي شرکت له لوري لمریزه برېښنا برابره شوې چې په دوی یې یو یونټ په ۶۰ افغانۍ پلوري او له دولتي برښنا یې بیه شاوخوا نهه برابره لوړه ده.
نوموړی زیاتوي چې دغه وضعیت د خلکو پر کاروبار منفي اغېز کړی او په وینا یې، هټۍوال چې څه ګټي، نیمه برخه یې د برښنا لګښت کې ورکوي.
د پکتیکا د برښنا امر محمدایوب شاه تاییدوي چې تراوسه دغه ولایت ته هېڅ ډول برښنا نهده ورکړل شوې او له امله یې سوداګري او ملکي خدمات ستونزو سره مخ دي.
خو نوموړی زیاتوي چې راتلونکې یوه میاشت کې به مرکز ښرنې ته د ډیزلي جنراتورونو په وسیله د برښنا سېسټم برابر کړي او تر یوه بریده به یې بیه ارزانه او د خلکو ستونزې به هم ورسره راکمې شي.
نوموړي وویل: «ځینې کارخونې او ځایونه چې ډېرې برښنا ته اړتیا لري، د برښنا د نشتون له امله خپل خدمات نشي وړاندې کولای، نه تجارتي خدمات وړاندې کېدلی شي او نه هم ملکي خدمات، نو په دې کې هېڅ شک نشته چې په پکتیکا کې د کاروبارونو کمزورتیا چې پیدا شوې، د برښنا له امله ده چې ستونزې یې رامنځته کړي دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د سوېل ختیځې حوزې د برښنا ریاست د مسوولانو په خبره، پکتیکا ته د وارداتي برښنا د ورکړې لپاره یې د برښنا سرکت عمومي ریاست سره هم خبرې کړي او ډېر ژر به د وارداتي برښنا د ورکړې لومړني کارونه پیل شي.