د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دوحه کې يې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته ویلي، که د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی روان وي او پای ته ونه رسېږي د سولې خبرې به کومه پايله ور نه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه د بحرین په پلازمېنه مانامه کې د سټراټيژیکو مطالعاتو نړیوالو انسټيټیوټ ته په ویډیويي کنفرانس کې وکړې.
پامپیو ويلي: « افغانستان کې تاوتريخوالی د منلو له کچې لوړ دی. موږ بايد د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې وکړو. زه خوشبين يم. دوه اوونۍ وړاندې په دوحه کې وم د دواړو لوريو له ټيمو سره مې وليدل. هغوی ته مې په ښکاره ډول وويل چې د سولې خبرو پر مهال نه بايد د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه دوام وکړي؛ ځکه چې خبرې پايله نه ورکوي.»
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو تازه پرمختګونه دې په افغانستان کې د جګړو د درېدو لامل شي.
له دې سره هم مهاله د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد عبدالرحمان ال ثاني د اېټاليا په مديترانه کې ويلي، د روان ميلادي کال تر پايه به د افغانستان سولې خبرو کې پرمختګونه وشي. د نوموړي په وينا، راتلونکی کال به افغانانو لپاره يو ښه کال وي.
د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو له شاوخوا درې مياشتو وروسته خبرو وتوانېدل چې پر کړنلارې هوکړه وکړي. ټاکل شوې نن دواړه لوري د اجنډا پر جزياتو خبرې وکړي.
له دې سره افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه سفر کې ترکيې ته تللی. نوموړی به په انقره کې د افغان سولې په اړه له ترکي چارواکيو سره د امريکا ـ ترکيې پر همکاريو خبرې وکړي.