د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولان وایي چې له دغه ولایت څخه روسیې ته د انارو صادرات پیل شوي او د سږکال تر پايه به د تور غونډۍ له لارې روسې ته تر دوه سوه ټُنه د انارو صادرات وشي.

د انارو دغه صادرات د یوه خصوصي بنسټ په مرسته کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني رییس عبدالاحد صديقي وویل: «له څو میاشتو راهیسې مو له روسي چارواکو سره خبرې کړي او اوس مو د لومړي ځل لپاره د انارو صادرات روسې ته پیل کړل. دا کار به د بڼوالو او سوداګرو لپاره ښه اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.»

بل‌خوا د کنډافروټ خصوصي بنسټ مسوول ابوهریره سعيد، وايي: «موږ هڅه کوو چې د کندهار انار د نړیوالو معیارونو مطابق بسته بندي کړو، څو په بهرنیو بازارونو کې ښه ځای ومومي. دا به د افغانستان د تازه مېوو لپاره یو نوی باب پرانیزي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د تازه مېوې سوداګر او بڼوال بیا د ګاونډیو هېوادونو سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پراختیا غوښتنه کوي.

د تازه مېوې یو سوداګر محمد وزير وايي: «موږ غواړو چې د انارو او نورو مېوو لپاره یوازې په پاکستان تکیه ونه‌کړو، بلکې روسیه، خلیجي هېوادونه او اروپا ته هم د صادراتو زمینه برابره شي.»

د کندهار د میوند ولسوالي یو بڼوال عبدالوارث وايي: «کله چې د پاکستان لارې تړل کېږي، زموږ مېوې په داخل هېواد کې پاتې کېږي او له منځه ځي. که دولت او خصوصي سکتور د نویو بازارونو په موندلو تمرکز وکړي، موږ به له مالي زیانونو وژغورل شو.»

د سوېلي حوزې څخه په زیاته کچه وچه او تازه مېوه هند او پاکستان ته صادریږي، خو ډېر کله د تازه مېوو د فصل پرمهال د پاکستان له لوري د لارو تړل‌کېدو له امله بڼوال او سوداګر درانه مالي زیانونه ویني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام