له ۱۵ ځوانانو «۹ هلکانو او ۶ نجونو» سره د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاډکسټ تولید ته مخه کړې او له دې لارې یې مختلف موضوعات مخاطبانو ته وړاندې کړي.
پاډکسټ د غږیزو یا تصویري فایلونو ټولګې ته ویل کېږي چې په منظم برخو کې بېلابېل او مشخص موضوعات وړاندې کوي او د انلاین خپرېدو یا (ډاونلوډ) وړ وي.
په دې تړاو مرکې شویو ځوانانو ویلي چې تر ډېره په غږیزه بڼه فرهنګي، ښوونیزه او دیني محتوا تولیدوي او د دې د خپرولو لپاره د یوټیوب، فېسبوک، انسټاګرام او ټیلیګرام په څېر له بېلابېلو ټولنیزو شبکو ګټه اخلي.
د مرکهشوو ځوانانو له ډلې درې یې دیني ښوونیزه محتوا، څلور یې فرهنګي، شپږ یې ښوونیز او تعلیمي او دوه نور یې د ارواپوهنې اړوند محتوا تولیدوي.
د ۱۵ مرکهشوو ځوانانو له ډلې ۸ هغو ویلي، د پاډکسټ له تولید څخه یې عاید ترلاسه کړی او ۷ نور هڅه کوي چې له همدې لارې عاید ترلاسه کړي.
خیام خاموش له هغو ځوانانو څخه دی چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د علمي پاډکسټونو جوړولو ته مخه کړې.
نوموړی وایي، هڅه کوي خلک د ګټورو او پوهاوي ورکولو بحثونو اورېدو ته وهڅوي.
«په دې وروستیو کې مو ورو ورو خلک دې ته قانع کړي چې د علمي او فرهنګي بحثونو پر لور ولاړ شي او د زدهکړیزو، روان درملنې، طبي، ادبي او کلتوري برخو اړوند بحثونه واوري. ځوانانو ته زموږ سپارښتنه دا ده چې ښه او ګټور مطالب واوري، هغه څه چې ورته ګټه ورسوي او ټولنه د پرمختګ پر لور بوځي.»
سمیعالحق اسلمي له هغو ځوانانو څخه دی چې د ده د پاډکسټونو منځپانګه پر علمي او اسلامي موضوعاتو راڅرخي.
نوموړی وایي، د پاډکسټونو جوړولو موخه یې دا ده چې دیني او علمي مفاهیم په ساده ژبه خلکو ته ورسوي، څو ځوانان وکولی شي د لا ډېر پوهاوي له مخې د خپل ژوند سمه لاره وټاکي.
نوموړی زیاتوي: «کله چې دیني مسایلو ته له علمي او مستند لیدلوري ګورو، نو وینو چې د ډېرو مسایلو په اړه شخصي نظرونه حاکم دي. له همدې امله مې هڅه وکړه په همدې برخه کې د پوهاوي لپاره کار وکړم؛ لومړی مې لنډې مقالې ولیکلې او وروسته مې د لنډو ویډیوګانو تولید پيل کړ. که څه هم ځینو کسانو زموږ له کاره هرکلی وکړ او ځینو نیوکې درلودې، خو زه لا هم دوام ورکوم.»
وحیدالله جهش بل هغه ځوان دی چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاډکسټونو په جوړولو بوخت دی او له همدې لارې عاید هم ترلاسه کوي.
نوموړي د ټولنیزو شبکو له لارې توانېدلی خپله محتوا تر لا ډېرو مخاطبانو ورسوي.
د هغه په وینا، پاډکسټونه د فېسبوک، یوټیوب او بېلابېلو غږیزو پلېټفارمونو له لارې خپرېږي او همدې چارې مرسته کړې چې محتوا تر ډېرو اورېدونکو ورسېږي.
نوموړی وایي: «د کار په پیل کې له ډېرو ستونزو سره مخ وم او بودجه مې کمه وه. افغانستان کې پاډکسټ جوړول ډېر مهم دي، ځکه خلک له لنډو محتواوو ډېرې ګټې نهشي اخیستلی، خو پاډکسټونه اوږده، علمي او بډایه منځپانګه لري او له همدې لارې ښه او ښوونیز مطالب ترلاسه کېدای شي.»
سمیحې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د پاډکسټونو تولید ته مخه کړې وایي، دا لاره نه یوازې د عاید ترلاسه کولو سرچینه ده، بلکې د هغې د فردي مهارتونو د ودې لامل هم ګرځېدلې.
هغې وویل: «که په دې برخه کې کار وشي، د ودې ظرفیت یې ډېر لوړ دی، ځکه خلک ساده، د لاسرسي وړ او کملګښته محتوا ته اړتیا لري او موږ کولی شو د پاډکسټ له لارې دا اړتیاوې پوره کړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه نازنین رسولي چې له تېر یوه کال راهیسې پاډکسټ جوړوي وایي، د کار په پیل کې له ګڼو ننګونو سره مخ وه؛ لکه د مناسبې موضوع ټاکلو ستونزه، د مسلکي وسایلو کمښت، د انټرنېټ ستونزې او د مالي ملاتړ نشتون.
«یو کال کېږي چې پاډکسټ جوړوم، تراوسه مې کوم عاید نهدی ترلاسه کړی. کله چې پاډکسټ جوړوم، د یوټیوب له لارې یې خپروم. اوس خلک په ځانګړي ډول ځوانان له ټولنیزو شبکو ډېر کار اخلي او ورسره ډېره بلدتیا لري. د هر کار په پیل کې تر ټولو لویه ستونزه د ملاتړ نشتون وي، زه هم په پیل کې دغې ستونزې سره مخ وم، خو اوس وضعیت ښه شوی. که د خلکو له لوري ملاتړ وشي او زموږ پاډکسټونه وګوري، دا به ډېر اغېزمن وي.»
وهاب هم له هغو ځوانانو دی چې له تېر یو کال راهیسې په یوه چینل کې د پاډکسټونو جوړولو ته دوام ورکوي.
نوموړی وایي، پاډکسټ لا هم افغان ټولنه کې یوه نوې موضوع ده او ډېری خلک یې په اړه بشپړ مالومات نهلري، خو د خپل نويوالي له امله یې په ښه توګه د مخاطبانو پام او لېوالتیا راجلب کړې.
نوموړی وایي: «د پاډکسټ پر وړاندې د خلکو لېوالتیا په پیل کې کمه وه، ځکه خلک له پاډکسټ سره ډېر بلد نه ول. د کار په لومړیو کې زما تر ټولو لویه ننګونه د مناسبې موضوع ټاکل و، ځکه باید داسې محتوا مې غوره کړې وی چې هم خلکو ته په زړه پورې وي او هم د اورېدو ارزښت ولري. د ښوونیزې او جذابې محتوا ترمنځ توازن موندل اسانه کار نه وو.»
محمد ادریس هم له هغو ځوانانو دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاډکسټونو جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.
نوموړی وایي، د کار په پیل کې یې پاډکسټونو ډېر اورېدونکي نهلرل، خو د ټولنیزو شبکو له لارې د پوهاوي کمپاینونو په پيلولو سره توانېدلی چې لا ډېر اورېدونکي جذب کړي.
دی وایي: «خلک پاډکسټونه اوري او ورته لېوالتیا لري، خو په پیل کې ځکه چې خلکو کمه بلدتیا لرله، موږ کمپاینونه وکړل، څو د خلکو ترمنځ دود شي. پاډکسټ ځکه چې غږیز دی، خلک یې په اسانه اوري.»
په همدې حال کې د پوهنتون استادان په دې باور دي چې پاډکسټونه د یوې نوې ښوونیزې وسیلې په توګه علمي او فرهنګي مالوماتو ته د لاسرسي پراخولو لپاره ښه فرصت برابروي.
د هغوی په اند، پاډکسټونه کولی شي پېچلي مفاهیم په ساده او جذاب ژبه په اغېزمن ډول خلکو ته ولېږدوي.
د ژورنالېزم پوهنځي استاده مژگان ژاله په دې اړه وایي:
«دغو پاډکسټونو او ښوونیزو ویډیوګانو د ځوانانو پر فکر ډېر مثبت اغېز کړی، په ځانګړي ډول هغه چې د ټولنیزو موضوعاتو، ارواپوهنې، فردي ودې او زدهکړې په اړه وي. ډېری دغه محتواوې د ځوانانو د انګېزې د زیاتوالي او فکري ودې لامل شوي او هغوی هڅوي چې خپله ځانته نړۍ جوړه کړي او ځان کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.»
اخوا، د ټکنالوژۍ برخې کارپوهان باور لري چې د ځوانانو د مهارتونو او ظرفیتونو د لوړولو لپاره د ټکنالوژۍ کارول تر ټولو ستر فرصت برابروي او کولی شي هغوی د فردي او مسلکي ودې او بریالیتوب پر لور رهنمایي کړي.
د ټکنالوژۍ کارپوه قریب آرین وایي: «یو ځوان د ټکنالوژۍ او انټرنېټ له لارې کولی شي تر ټولو غوره کورسونو ته لاسرسی ومومي، بېلابېلې ژبې زدهکړي، همدارنګه مسلکي او تخصصي مهارتونه ترلاسه کړي او له نورو کسانو سره سالمې اړیکې ټینګې کړي.»
اقتصادي کارپوهان د ځوانانو ترمنځ د ډیجیټلي کار پر ارزښت ټینګار کوي او وایي، د ډیجیټلي فعالیتونو پراختیا نه یوازې د ځوانانو لپاره دندې زیاتوي، بلکې د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري او کولی شي په سنتي سرچینو تکیه کمه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وایي: «د ځوانانو ترمنځ د پاډکسټ جوړول ډېر اهمیت لري، ځکه کولی شي دندې رامنځته کړي، د هغوی لپاره د عاید سرچینه شي، او ان کولی شي له دې لارې خپلوانو سره اقتصادي مرسته وکړي او د نورو ځوانانو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.»
ورته وخت کې، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وایي چې هڅه کوي د افغانستان په ټولو برخو کې ارتباطي او انټرنېټي خدمات پراخ کړي، څو دولتي ادارو او د پوهنتونونو په څېر علمي مؤسسو ته د عادي خلکو لاسرسی ښه شي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي وایي: «د سایبري امنیت په برخه کې د مخابراتو وزارت یوه خپلواکه ریاست لري چې د هېواد د ډیجیټلي فضا امنیت باندې تمرکز کوي. دغه ریاست د موجودو خلاګانو پېژندنه کوي او د سایبري ګواښونو د مخنیوي لپاره مهمې هڅې ترسره کوي.»
ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وایي چې د ناقانونه او ارزښتونو پر ضد محتوا د خپرېدو د مخنیوي لپاره، پر ټولو رسنیو او ټولنیزو شبکو بشپړه څارنه لري او له دې کار څخه موخه د عامه ګټو ساتنه او د نظام له اصولو سره د محتوا همغږي کول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه سلاموطندار ته وایي: «پاډکسټونه که د ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي یا نورو هر ډول موضوعاتو په برخه کې خپرېږي، وزارت د پالیسۍ او د نظام د اصولو پر بنسټ خپل څارنیز بهیر عملي کوي. د دې څارنې په پایله کې زیانمنونکي او غیر ګټورې محتواوې محدودېږي.»
سره له دې چې افغانستان کې د پاډکسټونو موضوع نوې ده، خو بیا یې هم ځوان نسل جذب کړی.
دغه رسنیز چوکاټ د پوهاوي زیاتولو، ځان جوړونې او په سولهییزه توګه د خپل نظر څرګندولو لپاره یوه مناسبه زمینه برابروي.


