کله چې لمر په راختو وي، د پروان مرکز چاریکارو ښار د یوې خاورینې کوڅې په څنډه کې، غلامنبي په خپلو تڼاکو لاسونو، خاورې او اوبه ګډوي او د تنور پر جوړولو لګیا وي، څو د وطني ډوډۍ بوی په کورونو کې ژوندی پاتې شي.
غلامنبي چې ۵۰ کلن ښکاري، د تنور جوړولو هنر یې له خپل پلار ورپاتې او له کلونو راهیسې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
هغه وویل: «زه شاوخوا ۳۵کاله کېږي چې دا کار کوم، درې ډوله تنورونه لرو، یو یې خاصه دی، یو ځمکنی دی، ځمکه کې کېښودل کېږي، ځینې ورته ګرده وايي، ځینې وزبکي، ټول د پلور لپاره دي، خاوره غلبېلېږي، بیا پخېږي یوه ورځ وروسته بیا تنور ترې جوړوو.»
د غلامنبي لپاره تنور یوازې د ډوډۍ پخولو وسیله نهده؛ د هغه لپاره هر تنور د زغم سمبول او له ځمکې سره د مانا لرونکې اړیکې نښه ده.
د پروان مرکز چاریکارو ښار کې دغه تنور جوړونکی وايي چې کله ناکله له بغلان او کندوز څخه هم فرمایشونه ترلاسه کوي. «زموږ څخه یې، پلخمري او کندوز تر امام صاحب پورې اخلي، درې یا څلور زره، خو کوچني او لوی لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غلامنبي چې د خپل عمر له نیمايي څخه زیات وخت یې د تنور پر جوړولو تېر کړی زیاتوي، هغه عاید چې له خپل کار څخه یې ترلاسه کوي، د کورنۍ اړتیاوې پرې نهبرابرېږي.
هغه وویل: «۲۰-۲۲ کسان له همدې لارې نفقه برابرېږي. مېرمنې، کوچنیان او لویان دي. تحولات چې راغلل، کار نهوو، دوه کاله مې کرایه ورکړې، اوس وضعیت ښه دی، خبره د اقتصاد ده، که خلکو وضعیت ښه وي، کله یې، کرایه برابرولی شو او کله نه.»
د کار سختۍ، له اوبو او خټو سره د نږدېوالي له امله غلامنبي ته رسېدونکی زیان او د مناسب بازار نشتوالي غلام نبي د خپل کار راتلونکي په اړه اندېښمن کړی؛ خو هغه د خپل ژوند لګښتونو پورهکولو لپاره بله لاره نه ویني.
نوموړي وویل: «همدا اندېښنه ده، که تنورونه مو خرڅ نهشي، نشو کولای چې کرایه ورکړو، شاګردانو ته معاش ورکړو، ماښام چې کور ته ځوو، ډوډۍ چې خورو، خوب راځي، پېښې مو وهي، لاس مو وهي، بل کار نشته چې ووایو، ځه له هغه ځایه راځي، مجبوره یوو.»
غلامنبي خپل کاري وسایل راټولوي، د کارخونې دروازه تړي، او له هغه خوښۍ سره چې د تنور جوړولو څخه احساس کوي، کور خوا ته روانیږي؛ خو سبا بېرته همدې کار ته راستنیږي.


