د پاکستان ولسمشر عارف علوي د عمرانخان په غوښتنه وروسته له هغې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ چې نن پارلمان د لومړي وزیر عمرانخان پر ضد د اپوزېسیون له لوري وړاندې شوې د نه باور طرحه رد کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان د اطلاعات وزیر فواد چوهدري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د ولسمشر له لوري د پارلمان له منحلېدو وروسته به لومړی وزیر عمرانخان د اساسي قانون د ۲۲۴ مادې له مخې، خپله دنده پرمخ وړي.
نوموړي لیکلي چې د پارلمان له منحلېدو وروسته لومړي وزیر عمرانخان خپله مرکزي کابینه هم منحل کړې ده.
ټاکل شوې وه چې نن یکشنبه د پاکستان په پارلمان کې لومړي وزیر عمرانخان ته د باور او یا هم د نه باور رایې وکارول شوي، خو د پارلمان مرستیال قاسم سوري چې د نننۍ غونډې مشري یې کوله، دغه تحریک ناقانونه بللی او غونډه یې ځنډولې ده. نوموړي د دغه کار لامل د بهرنیانو لاسوهنه په ګوته کړې ده.
بلخوا لومړي وزیر عمرانخان د پارلمان له پرېکړې وروسته ملت په یوې لنډې وینا کې ویلي، یاده پرېکړه د هغه بهرني پلان له منځه وړل دي چې د ده د حکومت د نسکورېدو لپاره جوړ شوی و.
په ورته مهال د اپوزېسیون ګوندونو د پاکستان پارلمان دغې پرېکړې ته په غبرګون کې اعلان کړی چې حکومت له اساسي قانون سرغړونه کړې او د دې موضوع لپاره سترې محکمې ته مراجعه کوي.
په همدې حال کې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په خپل یوه لنډ ویډيو بیان کې ویلي نن پارلمان کې د اپوزېسیون غړي پوره وو او حکومت پوهېده چې عمرانخان د باور رایې نه شي ترلاسه کولا، ځکه یې دا ناقانونه عمل وکړ.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
نوموړي د پارلمان پر رییس هم تور لګولی چې په دې پرېکړه سره یې د پاکستان اساسي قانون مات کړی دی.