د پاکستان د لوړو زدهکړو کمیسیون د افغانانو لپاره د «علامه محمد اقبال» د درېیم پړاو تحصیلي بورسونو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه کمېسیون نن چهارشنبه، وږي ۱۲مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروګرام له لارې به ۴۵۰۰ افغانان د طب، انجینري، کرنې، مدیریت او کمپیوټرساینس په ګډون بېلابېلو څانګو کې د پاکستان پوهنتونونو ته جذب شي.
د یادې سرچینې په وینا، په دې بورسونو کې زدهکړیال ته د ژوند بشپړ لګښت، د کتابونو بیې او د لیلیې مصرف ورکول کېږي او په درېوو بېلابېلو کچو لیسانس، ماسټري او دوکتورا کې زدهکړیال منل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې پروګرام هدف د افغانستان د بیارغونې لپاره د بشري سرچینو روزنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم پراخول بلل شوي دي.
کمیسیون ټینګار کړی چې دغه طرحه نه یوازې افغان ځوانانو ته د زدهکړو زمینه برابروي، بلکې د پاکستان د علمي او اکاډمیک مقام د لوړولو لپاره هم یو مهم فرصت دی.


