د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد ویلي چې پاکستان، ایران او قطر هېوادونو پکتیکا کې زلزله ځپلو سره مرستې کړي او د مرستو دغه جوپې پکتیکا ولایت ته رسېدلې دي.
نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له خوراکي او نورو توکو بار ۸ عراده موټره د پاکستان له لارې پکتیکا ته لېږدول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مجاهد په وینا، ایران هم له خوراکي توکو بار دوه الوتکې افغانستان ته رالېږلې دي. نوموړي زیاته کړې چې بېګاه شپه د قطر هېواد د بشري مرستو یوه چوپه د الوتکې له لارې کابل ته رارسېدلې ده.
له دې وړاندې یوشمېر چارواکو او هېوادونو په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره د مرستو رسولو په موخه چمتووالی ښودلی وو.
د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شوې زلزلې وروسته، یوشمېر نړیوالو بنسټونو هم ویلي چې یادې طبیعي پېښه کې د قربانیانو او زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه هڅې کوي.
تازه د جاپان هېواد اعلان کړی چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی نیسي. د چاپان د کابینې رییس سیجي کیهارا په یوې خبري ناسته کې ویلي، هېواد یې افغانستان کې زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د همغږۍ او چمتووالي په حال کې دي.
پرون شپه نسبتآ یوې زورورې زلزلې د هېواد سوېل ختیځ ولایتونه ولړزول چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.
د محلي مسوولانو له لوري د وروستیو شمېرو له مخې، په دغه زلزله کې یوازې د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوې دي. مسوولانو ویلي چې ښايي دا شمېرې لوړې شي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله ټوېټرپاڼه افغانستان زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي لیکلي چې د ملګرو ملتونو ډلې افغانستان کې د خلکو د اړتیاوو ارزونې او د لومړنیو مرستو د برابرولو په حال کې دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست بیا ویلي چې پکتیکا او خوست کې د شوې زلزلې له امله د سلګونو کسانو مړینې خواشینې کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې نړیوال مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو رسولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
په همدې حال کې د افغان ښځو او بشريحقونو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دغه هېواد په ختیځ کې وضعیت له ناورین ډک بللی دی.
امیري پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، انساني ناورین چې له دې وړاندې د افغانستان ختیځ کې روان و، وروستۍ زلزلې نور هم ژور کړی دی.
له دې وړاندې د یوشمېر هېوادونو چارواکو هم افغانستان کې د زلزله ځپلو وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغې فاجعې د پېښېدو له امله شوکه شوې دي. دوی افغانستان ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټينګار کړی دی.