کونړ کې د وږي ۹مې زلزلې څوکۍ ولسوالي کې د نورو زیانونو ترڅنګ، مالدارانو ته هم درانه زیانونه اړولي او هغوی یې جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

یوشمېر زلزله‌ځپلي وايي چې د زلزلې پرمهال یې لویه برخه مالونه تلف شوي او پاتې څاروي یې هم بد وضعیت سره مخ دي.

د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې د «اندرلچک» سیمې اوسېدونکي یعقوب وویل چې زلزله کې یې خپل ټول څاروي له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «مونږ څاروي له لاسه ورکړي، وزې وې، تقریبا سل وزې وې، سل وزو کې شل پاتې دي او نور یو څلور مې غواګانې مې له لاسه ورکړي، زما خو معلومداره همدغه حساب دی، نو که کوم سړی یې شک ګڼي، نو کوم ټیم چې تللی وو، د هغې نه دې تپوس وکړي، زموږ چې کومه زنده‌ګي وه، هغه ټوله همدغې مال پورې تړلې وه او هغه ټول ختم شوی، دغه مال پاتې شوی او هغه هم هغه مال پاتې شوی دی، مال ګوډ مال پاتي دی.»

د «اندرلچک» سیمې بل اوسېدونکی محمد یوسف هم وايي چې پنځه غواګانې او څو وزې یې تلف شوي.

«زلزله کې مو څاروي له لاسه ورکړي، تقریبا پنځه غواګانې مو دلاسه ورکړي او اته که نهه بزې دي، دا مو دلاسه ورکړي، مینې مو لویدلي، اوس لږ لږ څاروي پاتې دي او بس یو ځای بل ځای مو لېږلي، یار دوست ته، موږ ورته وویل چې دا راته وساتئ، موږه هغه ځای کې اوسیدل نه کېږي، تیږي رارغړي، نو د دغه له غمه مو ورکړي او موږ راغلي یو دې کوز کمپ کې پراته یو.»

ورته وخت کې دېوه‌ګل دره کې د «فهو‌سېرۍ» اوسېدونکي ثمرګل وویل چې د زلزلې پرمهال د ده په څارویو هم کوټه راچپه شوې او تلف شوي دي.

«زما ۳۰ تر ۴۰ مالونه دي، په هغې کمرې راښووېدلي، پنځه وزې مې مړې دي، له دغو وزو مو د شیدو لپاره ګټه اخیستله، خرڅولې مو، وړو ته مو تري دغه کوو نور، د زلزلو په خاطر څه په غرونو کې ورکي شوي، تیږې پرې راغورځېدلي، ځینې اوس هم د تندې او لوږې نه په صحرا شپې کوي، کور نه راځي، نو هیله لرو چې موږ سره په دې برخه کې څه وس وشي، موږ ته هغه خدمت وکړي، وزې مو د لوږې او تندې نه په صحرا وي، ځای یې هم نشته کورونه مو وران شوي.»

 د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه‌ګل درې د بېلابېلو سیمو دغه مالداران چې د زلزلې پرمهال یې څاروي تلف شوي، ورسره د همکارۍ غوښتنه کوي.

دې سره، د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ ځايي مسوولان وايي، د سنبلې ۹مې زلزلې له امله دغې ولسوالۍ کې ۷ زره او ۲۰۳ څاروي او ۷ زره او ۱۰۷ چرګان تلف شوي.

د څوکۍ ولسوالۍ د ترویج عمومي مدیر عزیز احمد صافی وايي، زیانمنو شویو مالدارانو سره یو څه مرسته شوې او هڅه کوي چې د نورو مرستو زمینه هم برابره کړي.

هغه په دې اړه وویل: «څوکۍ ولسوالۍ کې زلزله کې ډېره مالدارې له منځه تللې، ځکه اکثره مالدارې په کوټو کې وه، په هغې کوټو کې چې ناستي دي، په څوکۍ کې ۷۲۰۳ څاروي له منځه تللي او تقریبا ۷۱۰۷ په اندازه چرګان له منځه تللي، نو د همکارو موسیساتو لخوا د هغوی سروې شوې، په لومړیو کې چې کوم حیونات زخمي شوي وو، هغو لپاره په هغه کمپونو کې خیمې لګیدلې وې، وترنر ډاکټر ورته موجود وو، هغه اولیه کومکونه شوي زخمي حیوانات تداوي شوي، کوم حیوانات چې مړه شوې وو، بویونه یې کول، هغې لپاره ټیم تللی وو، هغه یې خښ کړي، یوه اندازه کومکونه شوي، اینده کې انشاءالله موږ هیله لرو چې دوی سره د خوراکې په برخه کې همکاري وکړو، نو چې څومره زموږ وسه وه او څومره د اسلامي امارت وسه وه، همکاري موسیسې وې، نو دغه مالداران به موږ سپوټ کوو، تر څو بیرته په پښو ودریږي.»

د یادونې ده چې د څارویو ساتلو لپاره د مصئونو خونو او سړځایونو برابرول او مالدارانو سره مرسته څوکۍ ولسوالي کې د زلزله‌ځپلو له مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کیږي، څو دغه کورنۍ وکولی شي بیرته خپل عادي ژوند پيل کړي.

د عايداتو د اصلي سرچينو له منځه تلل د څوکۍ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره يوه جدي ننګونه ده چې د دولتي او غير دولتي بنسټونو عاجلې مرستې ته اړتيا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام