د اسراییلي جېټالوتکو د «نن شنبه، د اکتوبر۱۱مه» د سهار په لومړیو ساعتونو کې د لبنان سوېلي ښار صيداء په ګڼو سيمو بریدونه کړي دي.
د «العربيه» د خبريال د راپور له مخې، دا بريدونه د المصيلح او النجاريه ترمنځ پر سيمو شوي دي.
راپور زياتوي چې په دغو بريدونو کې د درنو ماشينونو يو نندارتون (چې بولدوزرونه او بيلي ماشينونه پکې موجود وو) په نښه شوي چې له امله يې ګڼشمېر وسايل او موټر سوځېدلي او لهمنځه تللي دي.
د لومړنيو راپورونو له مخې، په دغو بريدونو کې يو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. د بريدونو له امله څو د برښنا مزي او ستنې هم زيانمنې شوي چې له امله يې د صيداء په څو سيمو کې برښنا پرې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
څو ورځې وړاندې هم یوې اسراییلۍ بېپيلوټه الوتکې د النبطيه ولايت د زبدين په سيمه کې يو موټر په نښه کړی و. همداراز، د لبنان ختيځه سيمه بقاع هم د اسراییلي الوتکو د درې هوايي بريدونو شاهده وه.
دا په داسې حال کې ده چې له تېر نومبر مياشتې راهيسې د اسراییلو او حزبالله ترمنځ يو رسمي اوربند اعلان شوی، خو له دې سره سره اسراییلي ځواکونه وخت ناوخت د سوېلي لبنان او بقاع پر بېلابېلو سيمو بريدونه کوي او ادعا کوي چې دا بريدونه د حزبالله پر مرکزونو کېږي.