د نايجېريا د شمالي نايجر ایالت په اړوند سیمه کې د تېلو يو ټانکر د چپه‌کېدو او له امله یې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۳۵ کسان مړه شوي دي.

د فدرالي سړک د خوندیتوب ادارې (FRSC) د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ټانکر د موټرچلوونکي له کنټرول څخه ووت چې وروسته یې، اور واخیست.

د نايجر ایالت د FRSC سیمه‌ييزې مشرې «عایشه سع‌دو» ويلي چې په چټګه توګه د اور د خپرېدو له امله ګڼ‌شمېر کسان سوځېدلي او څو نور ټپیان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې زیاته کړه چې ټول ټپیان نږدې روغتون ته انتقال شوي او د پېښې سيمه د ژغورنې ټيمونو تر څار لاندې ده.

د نايجېريا په ډېرو برخو کې د سړکونو خراب حالت او د تېلو د ناقانونه انتقال له کبله ورته پېښې تکرارېږي. د تېر يوکال په اوږدو کې د دې هېواد له خونړیو پېښو څخه ده چې ګڼو ملکيانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام