د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د حکومتي چارواکو لاسوهنې زیاتې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوچا د راپور له مخې، د کارکوونکو د لېست او د مهمو اطلاعاتو د وړاندې کولو غوښتنه، د کارکوونکو د استخدام په پروسه کې لاسوهنه او د دغه بنسټ د ښځينه کارکوونکو پر فعاليتونو ځينې محدوديتونه هغه موارد دي چې د دې ادارې په فعاليتونو کې د حکومتي مسوولانو له لوري پهکې لاسوهنه شوې ده.
خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د اوچا دا ادعا ردوي او وایي، ا.ا د ټولو مرستندویه بنسټونو د روڼ فعالیت ملاتړ کوي. هغه زیاتوي: «د بېوزلۍ کچې ټیټوالي او اقتصادي ودې په موخه هڅه کوو چې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او د راڼه فعالیت ملاتړ یې وکړو. د پروژو پلي کېدو د څارنې ترڅنګ یې ملاتړ هم کوو.»
د حبیب په خبره، اوس په ټول هېواد کې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۶۷۶ کورني او ۱۷۵ بهرني بنسټونه له دغه وزارت سره په همغږۍ کار کوي.
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، که مسوولې ادارې د مرستو په بهیر کې لاسوهنه وکړي، افغانستان کې به د بېوزلۍ کچه پراخه شي او له مرستندویه بنسټونو سره د هېوادونو بودیجه به هم کمه شي. د اقتصادي چارو کارپوهان قطبالدین یعقوبي او سېلاب سمندر وايي:
«دا له اړمنو سره پر مرستو ناوړه اغېزې کوي. د نړیوالو سازمانونو او کورنیو ادارو نه همغږي به لامل شي چې اړمنو ته سمې مرستې ونه رسېږي او د سازمانونو د زړهتوري لامل شي.»
«دا لاسوهنې د دغو نړیوالو سازمانونو بودیجه کموي او د نړۍ هېڅ هېواد به بیا بودیجه نه ورکوي. خلک به ورځ تر بلې له اقتصادي ستونزو سره مخامخېږي؛ نو د دې ستونزې مخه باید ونیول شي. یوازې یې باید د وېش څارنه وکړي او امنیت یې ونیسي.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا زیاته کړې چې د مرستو په بهیر کې د لاسوهنو زیاتوالی به په افغانستان کې د مرستو کمېدو لامل شي. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.