د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان، له معلول لرونکو کسانو او یتیمانو غواړي چې د دغه وزارت د حرفوي زده‌کړو د شپږ میاشتنۍ دورې لپاره دې نوملیکنه وکړي.

دغه وزارت نن شنبه د وږي څلورمه سلام‌وطندار ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې پر شرایطو برابر معلول لرونکو او یتیمانو غوښتنه کړې چې د یاد وزارت د حرفوي زده‌کړو په شپږ میاشتني ښوونیز پروګرام کې دې ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې به معلول لرونکو کسانو ته د «خیاطي، د موبایل جوړونې، د برښنايي وسایلو او همداراز د موټرسایکل او جنراټور د ترمیم» په برخه کې زده‌کړې ورکړل شي.

د خبرپاڼې له مخې په یاده موده کې به معلول لرونکو او یتیمانو ته د حرفوي زده‌کړو ترڅنګ دوی ته د ترانسپورټ وړیا امکانات هم برابر شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د یادې حرفوي زده‌کړو لپاره نوملیکنه د زمري میاشتې په ۲۶مه پیل شوې چې د وږي تر پنځمې به دوام وکړي.

که څه هم د نوملیکنې د پای نېټه نن «شنبه د وږي څلورمه» بشپړېږي، خو د یاد وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې معلول لرونکي کسان او یتیمان کولای شي، تر راتلونکو څو ورځو پورې نوملیکنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مینه‌وال کولای شي چې د حرفوي زده‌کړو په دې پروګرام کې د نوملیکنې لپاره د کابل د دولسمې ناحیې په قلعه‌ نجارا سیمه کې د شهیدانو د ورثه‌وو او معلولینو حمایوي مرکز ته مراجعه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام