ننګرهار کې د ډینګي ناروغي پېښو زیاتېدو سره هم‌مهاله خلک وايي چې اړوند ادارې دې د دغې ناروغي مخنیوي او کنټرول په اړه ګامونه واخلي.

دوی د یادې ناروغي له خپراوي د اندېښنې په څرګندولو سره سلام‌وطندار ته وویل چې د حکومت ترڅنګ دې د دغه ولایت اوسېدونکي هم د ډینګي ناروغي مخنیوي برخه کې همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار اوسېدونکي شهریار دلیلي سلام‌وطندار ته وویل: «د ډینګي ناروغۍ زیاته شوې او ډېری خلک یې، اندېښمن کړي. زمونږ له حکومت څخه هیله ده چې د دې په مخنیوي کې دې پوره همکاري وکړي له خلکو سره، څو یې د زیاتوالي مخ ونیول شي او ولس یې هم باید په مخنیوي کې همکاري وکړي.»

د ننګرهار د غني‌خېلو ولسوالي اوسېدونکی ۴۸کلن سمندر‌خان بیا د دې ناروغي په تړاو وایي، په لومړیو کې د ځان درد، تبې او د نس‌درد وي او وروسته د بدن مقاومت کموي.

هغه له روغتیاپالانو غواړي چې د ډینګي ناروغانو درملنې ته دې ځانګړی پام وکړي، څو د دې ناروغي د زیاتوالي مخه ونیول شي.

نوموړي وویل: «په اول کې ځان درد وي بیا داسې حال ته ورسیږي چې یو ورځ دوه ځان درد کي بیا تبه ونیسي او ډیره شدیده تبه او ورسره ژبه وچیږي هضم هم نه وي.»

بل‌خوا د دغه ولایت د انتاني ناروغیو د روغتون مسوولان وایي، په وروستیو کې د ډینګې او نورو ساري ناروغیو ناروغان ډېر شوي چې په وینا یې، دوی ورته پر وخت رسېدنه او درملنه کړې.

د ننګرهار د انتاني روغتون متخصص ډاکتر نظیف شینواری وايي: «دلته مونږ سره تر شپیته -اویا ناروغانو پورې تنها د ډینګي ناروغان دي، د دې ترڅنګ د کولرا ناروغان هم شته؛ د کوویډ ناروغان هم دلته بستر دي، یعنې مونږه دلته عملاً ټولو ناروغیو ته کار کوو چې هغه پنځه شپږ ساري ناروغۍ دي.»

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان تاییدوي چې یاده ناروغي د ننګرهار په مومنددرې، بټي‌کوټ، لعل‌پورې،  کوټ او غني‌خېلو ولسوالي او ترڅنګ یې د ښار په ځینو برخو کې پر یادې ناروغي خلک اخته دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون رییس مولوي امین‌الله شریف وایي چې د عامې روغتیا ریاست له لوري تر ډېره بریده دغه ناروغي کنترول شوې.

هغه وویل: «هغه ساحې کوم چې د پاکستان نه لارۍ را اوړي دغه ناروغۍ له هغوئ څخه را انتقال شوې ده چې په دغو ولسوالیو کې یې سرایت کړی دی اوس په دغه وخت کې موسم بدل شو خلک د پشه خانو څخه استفاده نکوي او ځانونه نه ساتي د بې احتیاطۍ له وجې دا ناروغي لږ زیاته شوې ده  او زمونږ ټول ټیمونه په ساحه کې لګیا دي او داسې ځای نشته چې چا ورته رسیدګي نه وي کړي او یا ورته دوا نه وي رسیدلې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چارواکو د معلوماتو له مخې، تراوسه دغه ولایت کې د ډینګي ناروغي د ناروغانو ټولیز شمېر نشته، خو په تېرو دوو ورځو کې تر ۴۰ ناروغان د ننګرهار مرکزي انتاني روغتون ته راوړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام