د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بهر کې د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازو سره انلاین غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د حوت ۲۷ / مارچ ۱۸ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې غونډه کې، د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني پوځي له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او وروستیو پېښو په اړه مالومات شریک کړي.
ښاغلي متقي کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون شوی برید چې پهکې سلګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول غندلی او هغه یې د بشري اصولو ښکاره نقض بللی.
امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان هڅولي چې هېواد کې د وروستي وضعیت په تړاو د اسلامي امارت موقف تر نړیوالو جهتونو ورسوي.
هغه همدارنګه د اسلامي امارت د روښانه دریځ، پالیسۍ او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم کړي دي.