Asset 1SWN

سلام وطندار

م.جاهد: د دوحې غونډه کې د افغانستان د ستونزو حل او له م.م سره د تفاهم لپاره ګډون کوو

zabihullah-mujahid-q84rnwvyr0zo7yxbwx9f1t4e241p612nf3mtkvec20

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد نن د دوحې د درېیمې غونډې په را نږدې کېدو سره د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ا.ا پلاوی په یاده غونډه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو او د غړیو هېوادونو د مثبت او رغنده تعامل او په افغانستان کې د وضعیت ښه‌والي او هراړخیز ثبات په موخه ګډون کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «زموږ دغه سفر له هېڅ لوري سره د دوښمنۍ لپاره نه‌، بلکې له ټولو اړخونو سره د تعامل لپاره دی. موږ د ستونزو د حل لپاره ور روان یوو او له افغانستان سره د ټولو هېوادونو تعامل غواړو. په دې ناسته کې د اړوندو مسایلو په اړه له هېوادونو او ملګرو ملتونو سره مثبت او رغوونکی تعامل وکړو او د وضعیت ښه‌والي لپاره یو واحد لوری پیدا کړو.»

م.جاهد د دوحې غونډه د افغانستان د ستونزو حل لپاره یو ښه فرصت بولي او وايي، په یاده ناسته کې غټ او مهم بحثونه نه کېږي او یوازې د ا.ا او هېوادونو ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.

م.جاهد د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنو او افغان مېرمنو د استازیو د نه ګډون په اړه د کورنیو او بهرنیو اندېښنو او شکایتونو ته په غبرګون کې وايي، په نړیوالو غونډو کې له ډېرو اړخونو د افغانانو موجودیت د نه یووالي ښکارندويي کوي او همدا لامل دی چې د افغانستان له ادرسه به یو واحد استازی ګډون وکړي.

هغه زیاتوي: «د ا.ا دریځ دا و چې د افغانستان په استازولي له ا.ا پرته چې یو نظام دی، نور کسان باید په غونډه کې نه وي؛ ځکه که افغانان په بهرنیو ناستو کې د بېلابېلو چینلونو له ادرسه ګډون وکړي، دا زموږ د نه یووالي نښه ده او دا ښيي چې ملت پر یوه لاره روان نه‌دی او بیا لاسوهنې ته لاره هواروي. نو دباندې باید یو دریځ ولرو.

د م.جاهد په وينا، د ښځو د زده‌کړو او کار حق د افغانستان کورنۍ مسله ده او په وینا یې، د حل لپاره به یې عملي ګامونه اوچت شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوحې درېیمه غونډه سبا یکشنبه د چنګاښ په لسمه، د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړیو استازیو په ګډون جوړېږي او هلته به د افغانستان پر اړوندو قضیو خبرې‌اترې وشي.

ټاکل شوې د ا.ا د ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري یو شپږ کسیز پلاوی د سرپرست حکومت په استازولي د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام