Asset 1SWN

محمدعبدالکبیر: ځینې کړۍ هڅه کوي افغانستان کې د داعش لپاره تبلیغات وکړي

عبدالکبیر-

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر په کابل کې د یوشمېر هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماټانو سره لیدنه کې ټینګار کړی چې داعش ډله افغانستان کې ځپل شوې.

هغه ویلي، ځينې کړۍ دې هڅه نه‌کوي چې افغانستان کې دغه ډله پیاوړې وښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې داعش نه یوازې د افغانانو، د بشریت، سیمې او نړۍ ګډ ګواښ دی او د سیمې او نړۍ په کچه ځینې کړۍ افغانستان کې د دغې ډلې لپاره تبلیغات کوي.

د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي: «سیمه او نړۍ کې یوشمېر کړۍ هڅه کوي چې افغانستان کې د داعش لپاره تبلیغات وکړي. داعش نه‌یوازې د افغانانو بلکې، د بشریت، سیمې او نړۍ ګډ ګواښ دی. اسلامي امارت افغانستان کې دغه ډله ځپلې ده او کوم څوک نه باید د دغې ډلې پیاوړې ښوولو لپاره هڅې وکړي.»

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال کابل کې د یوشمېر هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماټانو سره دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې راتلونکي کال کې به افغانستان کې د هېوادونو د سفیرانو او ډيپلوماټانو شمېر نور هم ډېر شي.

د دې ټولو ترڅنګ، د چارو یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې دامهال یوشمېر هېوادونه په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې د داعش له نوم څخه د خپلو سیالانو پر وړاندې ګټه پورته کړي او له همدې امله دې وروستیو کې هڅه کیږي، د داعش ډلې لپاره تبلیغات زیات شي.

د کارپوهانو په اند، د داعش په څېر اندېښنو او بحرانونو ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې افغانستان سره تعاملات زیات شي او د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

د نړیوالو چارو کارپوه ولي فروزان وویل: «که حکومت په رسمیت ونه‌پېژندل شي، دلته هر هېواد غواړي چې خپلې نیابتي ډلې راولي او داسې شرایطو کې چې نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې پر لور روانه ده، دلته باید هر ډول حکومت په رسمیت وپېژندل شي.»

د چارو ځینې نور کارپوهان له سرپرست حکومت غواړي، د دې لپاره چې افغانستان د داعش په څېر اندېښنو څخه لرې واوسي، سرپرست حکومت باید د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندو زمینې برابرې کړي.

د افغان واحد ملت د پیوستون جریان مشر محمد زلمی افغانیار پوپل وویل: «هیله‌مند یم چې د یوه ځانګړې پالېسۍ پر بنسټ، موږ د سیمې او نړۍ هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو چې نه‌مو داخلي موضوع اغېزمنه شي او نه هم نه هم بهر کې افغانستان له دې ډېر انزوا سره مخ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي و، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې افغانستان کې د داعش ګواښ خوندي وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام