کابل کې د رواني روغتیا روغتون متخصص ډاکټران سلام‌وطندار ته وایي چې هره میاشت له ټول افغانستانه له ۵۰۰۰ تر ۵۵۰۰ کسان د رواني خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره دې روغتون ته مراجعه کوي.

دوی وایي چې سږ کال دغه روغتون ته د مراجعه‌کوونکو شمېر د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی.

دغه ډاکټران د کابل رواني روغتیا روغتون ته د مراجعه‌کوونکو د شمېر زیاتوالی نه‌یوازې د خدماتو د ښه‌والي او درملنې ته د اسانه لاسرسي پایله بولي، بلکې دا د خلکو تر منځ د رواني روغتیا د ارزښت په اړه د پوهاوي د لوړوالي نښه هم ګڼي.

په دغه روغتون کې متخصص ترینر سید نجیب‌الله جاوید سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د غوره خدمتونو وړاندې کول او د خلکو د پوهاوي لوړوالی دغه روغتون ته د ناروغانو د مراجعې زیاتېدو لاملونه دي.

«هغه ناروغان چې هره میاشت د رواني روغتیا روغتون ته مراجعه کوي، شمېر یې له ۵ زره تر ۵نیم زره پورې دی. دا ناروغان په بېلابېلو څانګو کې خدمات تر لاسه کوي. د روغتون ظرفيت ۱۰۰ بسترونه دي چې له دې جملې څخه شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ ناروغان بستر کېږي، درملنه ترلاسه کوي او بېرته رخصتېږي.»

کابل کې د رواني روغتیا روغتون بل متخصص سید نصرت فروتند وایي چې د رواني ناروغیو عوامل کې جنیټیکي یا ارثي ستونزې، چاپېریالي شرایط، فشار او کورنۍ ستونزې شاملې دي.

نوموړی زیاتوي، د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باید ناروغانو او د هغوی کورنیو ته پوهاوی ورکړل شي.

«هغه کسان چې له شدیدو رواني ستونزو سره مخ دي، دومره درک نه‌لري چې موږ ورته پوهاوی ورکړو؛ خو تر خپله ناروغ زیات باید د ناروغ له کورنۍ سره پوهاوی وشي، څو وپوهېږي چې له یوه رواني ناروغ سره څنګه چلند وکړي.»

ورته وخت کې ارواه‌پوهه سویتا حبیبي وایي چې ښځې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې د رواني ناروغیو یا افسردګۍ له ستونزو سره مخ دي.

نوموړې دا چاره د هغو محدودیتونو پایله بولي چې په هېواد کې پر ښځو د زده‌کړو او کار په برخو کې لګول شوي.

«د راتلونکې لپاره د هیلو او منظم پلان نشتوالی دا اندېښنه راولاړوي چې راتلونکی به یې څنګه وي، او دا پخپله د رواني اختلالاتو یوه مهمه سرچینه کېدی شي. یو منظم پلان یا ورځنی مهالوېش کولی شي مرسته وکړي، څو خلک له هغو امکاناتو ګټه واخلي چې په ژوند کې یې ورته برابر شوي. هغوی کولی شي پر خپلو وړتیاوو کار وکړي، لکه د خیاطۍ، رسامي، یا د ژبې زده‌کړه، څو خپل مهارتونه پیاوړي کړي.»

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکې ۲۴ کلنه سمیرا احمدي وایي، کله چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل شول، له رواني ستونزو او افسردګۍ سره مخ شوه او له هغه وخت راهیسې تل له خپلې کورنۍ سره په شخړه کې ده.

«شاوخوا دوه کاله وړاندې چې پوهنتونونه وتړل شول، زما ژوند په بشپړ ډول بدل شو. ډېر هیلې وم، تل به مې ژړا کوله، له چا سره به مې خبرې نه کولې او هیڅ خوشالي مې نه لرله. له خپلې کورنۍ سره مې ډېر زیات تاوتریخوالی کاوه او کورنۍ مې ویل کېدی شي رواني ناروغي ولرم. بیا ډاکټر ته ورغلم، هغه راته وویل چې زه خفګان لرم.»

د کابل اوسېدونکې ۲۳ کلنه مریم حق‌جو وایي، له خپلې خوښې او رضا پرته یې کوژده وشوه او خپل کوژدن سره د تفاهم نشتوالي له امله خفګان او رواني ناروغۍ سره مخ شوه.

«د کوژدن کورنۍ مې پر ما تل فشار راوړ او داسې احساس مې کاوه چې څوک مې نه درک کوي. ورځ تر بلې مې رواني حالت خرابېده، تر دې چې بالاخره کورنۍ مې ډاکټر ته بوتلم. ډاکټر وویل چې زه خفګان لرم. رواني درملنه مې تر لاسه کړه، دوا مې واخیسته، څو ځلې ډاکټر ته لاړم او ورو ورو مې حالت ښه شو.»

ومو غوښتل له یو شمېر هغو رواني ناروغانو سره چې دامهال په کابل کې د رواني روغتیا روغتون کې بستري دي هم خبرې وکړو، خو د دوی د خراب روحي او رواني وضعیت له امله بریالي نه‌شو.

خو د دغو ناروغانو یو شمېر خپل خپلوان وایي چې دوی د ښې او بدې پېژندنې وړتیا نه‌لري او هره شېبه ممکن خپلو شاوخوا کسانو ته زیان ورسوي.

د پکتیا اوسېدونکی فارووق بشردوست خپل ناروغ د کابل رواني روغتیا روغتون ته بیولی او وايي، د هغه لور په خراب رواني حالت کې ده.

«هغې هڅه کوله چې ځان وژنه وکړي، کوښښ یې وکړ چې د موګږو درمل وخوري، یوه میاشت کېږي چې په دې روغتون کې بستري ده. حافظه یې سم کار نه‌کوي او د هغې نیا هم له همدې ناروغۍ متاثره ده، سر یې پر دېوال او شیشې واهه. په کور کې به یې تل جنګ او شخړه کوله، تلویزیون یې ماتاوه، له خپلې مور او ورور سره یې جنجالونه کول، ما او خپل ورور د دښمنانو په توګه ګڼي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ۱۴۰۳ کال کې د افغان ښځو او نجونو تر منځ د رواني فشارونو د زیاتېدو خبر ورکړی وو او ویلي یې وو چې له هرو ۵ کسانو څخه یو یې په دې هېواد کې له شدیدو رواني ستونزو رنځ وړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام