خوست کې د خوړو او درملو امریت، امر ډاکټر ګلزار فقير وايي، دغه بېکيفيته شربت د يوه خصوصي شرکت لهخوا یاد ولایت ته رالېږدول شوي وو چې «سهشنبه، زمري دویمه» بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په تېرو مياشتو کې يې بېلابېل بېکيفيته درمل او خوراکي توکي بېرته مسترد کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست يوشمېر اوسېدونکي د خوړو او درملو امريت له کړنو خوښ دي او په دې برخه کې د لا ډيرو جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د خوست يوه اوسېدونکي جلال سلاموطندار ته وويل چې د خوړو او درملو امريت دې، له نورو ارګانو سره په ښار کې پر هټیو خپله څارنه ډېره کړي، څو د بېکيفيته او تاريخ تېر خوراکي توکو مخه ونيول شي.
د خوست يوشمېر نور اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د بېکيفيته درملو او توکو مخنيوي لپاره دې په بندرونو کې معياري لابراتوارونه فعال کړي چې څوک ونهشي کړای، بېکيفيته درمل او توکي هېواد ته راوړي.
له دې وړاندې هم په خوست او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم بېکیفیته توکي، بېرته هغو هېوادونو ته لېږدول شوي چې هېواد ته ترې رالېږدول شوي وو.