د ا.ا رییسالوزرا محمدحسن اخوند له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام غوڅ ملاتړ وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي په خپل اختریز پیغام کې چې د ارګ پر اېکس خپور شوی، ویلي چې د خلکو همکاري او ملاتړ د نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي.
د محمدحسن اخوند په پیغام کې لیکل شوي چې په افغانستان کې امنیت راغلی او خلک کولای شي د اختر ورځې ونمانځي او په ټول هېواد کې وګرځي را وګرځي.
د ا.ا رییسالوزرا له حکومتي مسوولانو هم غوښتي چې خلکو ته د خدمتونو رسولو کې غفلت ونه کړي.