Asset 1SWN

سلام وطندار

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ډيپلوماټیکو اړیکو لوړولو پرېکړه ستایلې

بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې غواړي کابل کې خپل ډيپلوماتيک ماموريت د سفیر کچې ته لوړ کړي.

بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت به هم په متقابل ډول اسلام اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټيکو اړيکو د کچې لوړوالی ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پراختيا ته لار هواروي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پاکستان تېره ورځ وویل چې غواړي په رسمي توګه افغانستان کې خپل سفیر وټاکي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سید اسحاق ډار ویلي، دا ګام به د اړیکو د ښه‌والي، په اقتصادي، امنیتي، سیمه‌ییز او سوداګریزو برخو کې د پاکستان او افغانستان همکارۍ ژورې او د دوو وروڼو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو تبادلو د ودې لپاره نوره هم مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام