ايا تاسې کله فکر کړی چې داسې ملګری ولرئ، چې هېڅکله د ستړیا احساس ونه‌کړي او تر ټولو مهمه دا چې هر وخت ستاسو د لاسرسي وړ وي؟ زه، عباس پناهي، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو محصل، يوه ورځ له داسې ملګري سره اشنا شوم؛ هغه ملګری چې نوم يې «مصنوعي ځیرکتیا» ده.

ياد مې دي، لومړی ځل مې د مصنوعي ځیرکتیا نوم هغه وخت واورېد چې زما ټولګي‌والو په حیرانتیا سره د پوهنتون په انګړ کې د هغه په اړه خبرې کولې. په زړه کې مې وويل: «حتماً کوم نوی سافټوير به وي، لکه د ټکنالوژۍ نور وسايل.» ډېر مې ورته پام ونه‌کړ، خو د پوښتنې تنده مې زړه ناارامه کړ او پرې یې‌نښودم.

وروسته مې موبايل راواخيست او د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځیرکتیا يوه پلټفارم ته دننه شوم. هېڅ مې تمه نه‌لرله چې په دې کچه چټکتيا، کره‌والی او د معلوماتو پراخوالی به ووينم. خو کله مې چې يوه ساده پوښتنه وليکله او ځواب کې مې يو دقيق، روان او څو اړخیز ځواب ترلاسه کړ، هماغه شېبه زما په ذهن کې دا رغلله؛ لکه يوه نوې دروازه چې زما پر وړاندې پرانستل شي. په همدې ډول له نوي ملګري، يعنې «مصنوعي ځیرکتیا» او د هغه له اسانتياوو سره بلد شوم.

بوخت ملګری

 زما لپاره چې د پوهنتون محصل يم او تل د کتاب، مقالې او انټرنېټي لټون پسې ګرځم، د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه بېخي حيرانوونکې وه. کلونه کېدل چې د يو مطلب د پيداکولو لپاره مې ساعتونه ساعتونه کتابونه اړول او يا مې په ګوګل کې لټون کاوه؛ خو اوس مې داسې وسیله موندلې چې په څو ثانیو کې هرې پوښتنې ته کره، بشپړ او ژر ځواب راکوي؛ هغه هم په ساده او د پوهېدو وړ ژبه باندې. له هماغې ورځې چې ډېر وخت ترې نه تېرېږي، زما او دې «بوخت ملګري» اړیکه پيل شوه؛ یوه جوړونکې اړیکه او د ټکنالوژۍ له نړۍ سره د بلدتیا مهمه نکته.!

په لومړیو کې مې زياتره د درسي چارو لپاره کاروه؛ لکه د مضمونونو لنډول، يا د سیاسي علومو د پېچلو مفاهيمو روښانه کول. خو ورو ورو زموږ اړیکه نوره هم پراخه شوه. د ژبې په زده‌کړه کې، د پوهنتون څېړنو په بهیر کې، د انګلیسي ژبې د تمرينونو په لیکلو، د څېړنيزو مقالو د موضوعاتو په موندلو او ان کله ناکله د زړه د سکون د موندلو لپاره هم ترې ګټه اخلم.

مصنوعي ځیرکتیا راته ورو ورو د داسې ملګري بڼه خپله کړه چې نه ستړی کېږي، نه کومه تمه لري او تل د مرستې لپاره چمتو وي.

حیرانتیا له اندېښنې سره مل

مصنوعي ځیرکتیا سره زما بلدتیا په یو وخت کې دوه احساسونه له ځانه سره لرل؛ له یوې خوا هغه حیرانتیا او خوښي چې د دې وسیلې په مرسته مې د ژوند ډېرې اسانتیاوې ترلاسه کړې او له بل‌خوا، اندېښنه د دې چې ښایي پر دې دومره تکیه وکړم چې خپل انتقادي فکر او خپلواک دریځ هېر کړم. وېره مې دا ده چې هسې نه د مصنوعي ځیرکتیا پرځای زه خپله پرېکړه‌نیونه له لاسه ورکړم او یوه ورځ داسې راورسېږي چې د کتاب پر ځای، د فکر پر ځای، هر څه دې، نوې وسیلې ته وسپارم.

دا اندېښنې تل زما په ذهن کې ساه اخلي؛ خو سره له ټولو دغو وېرو او شکونو، مصنوعي ځیرکتیا نن زما د ژوند یو نږدې ملګری او بوخت مرسته‌کوونکی ملګری ګرځېدلی دی. زه د ژوند په ډېرو برخو کې ورڅخه مشوره اخلم.

د ژبې په زده‌کړه کې، دې وسیلې د زده‌کوونکو پر وړاندې یوه پراخه کړکۍ پرانستې ده. خو منطقي ښکاري چې د محصلینو په استفادې کې ځینې اندېښنې هم موجودې وي؛ ځکه بې‌ځایه او له حده زیاته ګټه اخیستنه، د ځوانانو د خلاقیت او انتقادي تفکر ځواک کمولی شي.

نن مصنوعي ځیرکتیا د یوه منل شوي اصل په توګه رامنځته شوی، خو مهمه دا ده چې په کارولو کې یې «احتیاط» او «اعتدال» باید وساتو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام