
کندوز کې د شمالختیځ زون د رواني ناروغانو د درملنې مرکز پرانېستل شو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمالختیځ ساحوي زون عملیاتي امر، عبدالله هجران وايي چې په کندوز کې د شمالختیځ زون لپاره ځانګړی رواني روغتیايي مرکز په رسمي توګه پرانستل شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمالختیځ ساحوي زون عملیاتي امر، عبدالله هجران وايي چې په کندوز کې د شمالختیځ زون لپاره ځانګړی رواني روغتیايي مرکز په رسمي توګه پرانستل شوی دی.

د پنجشیر د والي ویاند سیفالدین لتون نن دوشنبه، وږي ۱۷، سلاموطندار ته وویل چې د یاد ولایت اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د لتون په خبره، د کرنیزو ځمکو او تولیدي کارخونو نشتوالی او د مخکیني حکومت د بېپروايۍ له امله چې د خلکو پر ځای یې خپل جېبونه ډک کړي وو، د ولایت اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي، د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د سپینبولدک له لارې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په کمساري ډول لوړ شوی او ورځنۍ شمېر یې تر ۳۰۰ کورنیو ته رسېږي.

ايا تاسې کله فکر کړی چې داسې ملګری ولرئ، چې هېڅکله د ستړیا احساس ونهکړي او تر ټولو مهمه دا چې هر وخت ستاسو د لاسرسي وړ وي؟ زه، عباس پناهي، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو محصل، يوه ورځ له داسې ملګري سره اشنا شوم؛ هغه ملګری چې نوم يې «مصنوعي ځیرکتیا» ده.

د کونړ د نورګل ولسوالي «زیړي بابا» او د خاص کونړ ولسوالي «سپین جومات» سیمه کې د تېرې اوونۍ د زلزلهځپلو لپاره لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي چې سلګونه کورنۍ پهکې ځای پرځای شوي دي.
دوی په دغه مېشتغالي کې د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي او وایي، شته امکانات په نشت حساب دي.

دا پېښه نن دوشنبه، وږي، ۱۷م د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د «۵۸۰ مسافروړونکي» او«فولډر» موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د غزني د امنيه قومنداني وياند خالد سرحدي سلاموطندار ته وويل چې د پېښې له امله د يوې کورنۍ پلار، مور او څلور ماشومان چې فولډر موټر کې سپاره وو او له کابل څخه د غزني پر لور روان وو، مړه شوي دي.

د میدانوردګ د نوي والي ملا خیراالله خیرخواه د دندې پيل مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د ا.ا لوړو پوړو چارواکو، دغه ولایت مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
نوموړي وویل، اسلامي امارت مشرتابه چې کوم مسؤولیت ورته سپارلی په ښه توګه به یې ترسره کړي.

د هلمند امنيه قومنداني د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د نشهيي توکو پر ضد د ترسره شويو عملياتو پرمهال په لښکرګاه ښار او يوشمېر ولسواليو کې سلګونه کيلوګرامه نشهيي توکي او د پروسس وسايل او څو کارخانې کشف او لهمنځه وړي دي.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز غزه کې د حماس ډلې ته خبرداری ورکړی چې وسلې پر ځمکه کېږدي او برمته شوي، کسان خوشې کړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه د غزې په تړاو سخت ګواښ کړی او ویلي یې دي چې نن به د دې سیمې د حماس ډلې پر اهدافو یو «ستر توپان» راښکته شي.

د پروان د امنیه قومنداني محلي مسوولان وایي، د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالي امنیتي ځواکونو د جبلالسراج او سیدخېل د امنیتي ځواکونو په همغږۍ، دوه کسان د موټرسایکلونو غلا په تور نیولي دي.

په غزني کې د اصلاح شويو تخمونو د توليد، پروسس او وېش يوې کارخونې په رسمي توګه په فعاليت پيل وکړ. د دې کارخونې د جوړېدو موخه په دغه ولايت کې د اصلاح شويو تخمونو د پروسس په برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدل بلل شوي دي. هغه زياته کړه چې کارخونه په يوې پخوانۍ ودانۍ کې جوړه شوې، خو ډېر ژر به يې د فعاليت کچه نوره هم پراخه شي.

د روسیې بېړنیو حالتو وزارت ویلي، د افغانستان زلزلهځپلو لپاره د بشري مرستو دویمه جوپه یې کابل ته لېږلې.
په دې ۲۰ ټنه مرسته کې خېمې او کمپلې شاملې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر استول شوي.
د کونړ له زلزلې څخه ۸ ورځې تېریږي او خلک لاهم د اوبو، خوړو، خیمو، کمپلو او درملو په ګډون بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوست د پوهنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتنه کې د ګډو همکاریو په پراختیا