د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال او د افغانستان د اسلامي جبنش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم طالبانو ته خبرداری ورکوي او وایي، اجازه نه ورکوي چې طالبان په افغانستان کې خپل د خوښې اماراتي نظام جوړ کړي او څرګنده یې کړه چې جګړه د افغانستان روان کړکېچ نه شي حلولی.
مارشال دوستم نن د جوزجان مرکز په شبرغان ښار کې د کوچني اختر له ادا کولو وروسته خپلو سلګونو پلویانو ته په وینا کې وویل چې طالبان باید د اوربند په غځولو او د جګړې د پای ته رسولو سره د خبرو مېز ته راوګرځي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوستم ټینګار کوي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، نو دا د افغانستان د خلکو مسوولیت دی چې په ټول هېواد کې د دوی پر وړاندې ودرېږي.
مارشال عبدالرشید دوستم همدا راز، ولسمشر غني ته وړاندیز وکړ چې له اوسني وضعیت څخه د وتو لپاره دې د تصمیم نیونې یوه شورا جوړه کړي او د هغې پراساس دې حرکت وکړي.
- دوستم: که د سولې خبرې پایله ورنه کړي، چمتو يم طالبانو سره جګړه وکړم
- دوستم: طالبانو نويو جنګي تجهیزاتو او بېپيلوټه الوتکو ته لاسرسی پيدا کړی
- ارشال دوستم ډېر ژر کابل ته راځي او له ولسمشر غني سره ګوري
دوستم له دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له زیاتېدو نیوکه کړې وه او ویلي و چې طالب ډله د هېواد د وضعیت په خرابوالي سره غواړي چې پر دولت د خلکو باور کمزوری کړي. نوموړي د سولې بین الافغاني خبرو ته په اشارې سره وویل، که دا بهیر له ماتې سره مخ شي هغه له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.