د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګ‌پالان په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د یوه معیاري او اساسي موزیم د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی وویل، لوګر ګڼ شمېر لرغوني اثار او سیمې لري او اړتیا ده چې د ساتنې لپاره یې یو معیاري موزیم جوړ شي.

د هغوی په وینا، دغه ولایت کې د یوه معیاري موزیم په جوړېدو سره به لوګر ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام هم ډېر شي.

د لوګر دوو اوسېدونکو ګل‌احمد او محمد قسیم سلام‌وطندار ته وویل: «موزیم هغه ځای دی چې تاریخي اثار په‌کې ساتل کېږي. زموږ د ځوانانو لپاره ډېر مهم دی، ځکه له خپل تاریخ، کلتور او رواجونو خبرتیا زیاتوي. که یو معیاري موزیم جوړ شي، د خلکو په پوهاوي او فرهنګي ودې به مثبتې اغېزې ولري.»

«لوګر کې د یوه معیاري موزیم جوړېدل یوه مهمه اړتیا ده. که دلته داسې موزیم جوړ شي چې د لوګر ترڅنګ د هېواد په کچه لرغوني اثار پکې خوندي کړل شي، نو دا به یوه لویه لاسته راوړنه وي. دلته د عینکو لوی کان هم شتون لري او که په همدې سیمه کې معیاري موزیم جوړ شي، نو لرغوني اثار به په اسانۍ سره خوندي پاتې شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دوی په باور، د لرغونو اثارو لپاره موزیم ځکه مهم دی چې د هېواد تاریخي، فرهنګي او هنري ارزښتونه په‌کې خوندي کېږي او د تاریخ د ژوندیو اسنادو په توګه د ټولنې هویت څرګندوي.

ورته وخت کې د لوګر پوهنتون استاد جهانګیر حنیفي سلام‌وطندار ته وویل، لوګر د لرغونو او تاریخي اثارو له پلوه یو غني ولایت دی او د دغو اثارو خوندي کول د حکومت، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده.

هغه هم وایي، لوګر کې باید د هېواد په کچه یو لوی موزیم جوړ شي، څو د مس‌عینک له سیمې ترلاسه شوي لرغوني اثار هم په کې کېښودل شي او خلک یې د نندارې فرصت ترلاسه کړي.

«لوګر ډېر لرغوني اثار لري او باید د راټولولو لپاره یې جدي کار وشي. که موزیم جوړ شي، له نورو ولایتونو هم خلک د لیدنې لپاره راځي.»

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم مدیر محمد امین ناصري که څه هم وايي چې دامهال دغه ولایت کې یو کوچنی موزیم فعال دی، خو مني چې د معیاري موزیم نشتون یوه اساسي ستونزه ده.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د ولایت په کچه یو معیاري موزیم جوړ کړي.

«موزیم د ځوانانو د زده‌کړې او پوهاوي مهم ځای دی. هڅه کوو چې په راتلونکي کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ یو معیاري موزیم جوړ کړو. هغه اثار چې د مس‌عینک له سیمې ترلاسه کېږي، غواړو چې د لوګر موزیم ته انتقال کړو.»

اخوا د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض‌الله جوهري هم د موزیم جوړول اړین بولي او وايي، د لوګر تاریخي اثار د قانون له مخې راټول او موزیم ته سپارل کېږي.

هغه ډاډ ورکوي چې راتلونکو کلونو کې به د وزارت په ملاتړ یو معیاري موزیم جوړ شي.

«که په یوه ولایت کې موزیم نه وي، ولسي شتمنۍ لمنځه ځي. موږ هڅه کوو چې د لوګر د تاریخي شتمنیو د ساتنې لپاره یو ستندرد موزیم جوړ کړو، څو نه یوازې د لوګر خلک، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک د لیدنې لپاره ورشي.»

د لوګر اوسېدونکي داسې حال کې د معیاري موزیم جوړېدو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت له مس‌عینک کان څخه ترلاسه شوي زرګونه لرغوني اثار د خوندي ساتلو په موخه د هېواد ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام