د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې بېګاه شپه له لیکوالانو او ځوانانو سره د هغوي د ستونزو او لاستهراوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېعالله صمیم وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې فرهنګي او علمي هڅې پراخې شوې دي.
نوموړي له شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو وغوښتل چې د ولس او هېواد پرمختګ او ښیرازۍ لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي. ده وویل، لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لوګر له ټولو فرهنګیانو کلک ملاتړ کوي او د ستونزو پر وړاندې به جدې مبارزه وکړي.
بلخوا جوړې شوې غونډې ته د کابل پوهنتون استاد محمدفرید وویل، لیکوالان او شاعران باید خپلې لیکنې او شعرونه په ټولنه کې د توکمپالنې، نژادپالنې او ژبپالنې د تعصب په لمانځه وړلو کې وکاروي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده له ځوانانو وغوښتل چې په علمي او فرهنګي برخو کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
لوګر شاعرانو او لبکوالانو په استازولۍ ذاکرالله جنتي او وحیدالله وهاج وویل، د پخوا په پرتله ځوانانو او لېکوالانو ته د فعالیت ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غږ وکړ چې د لوګر د فرهنګیانو او ځوانانو د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا برخه کې د لوګر ولایتي ادارې سره خپله همکاري پراخه کړي.
.


