د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې مسوولان وایي چې د دغه ولایت له شاوخوا ۲۵۰۰ زده‌کوونکو څخه یې د کانکور ازموینې اخېستلو لړۍ پيل کړه.

د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس مفتي ضیااحمد صارم جوړې شوې غونډې ته وویل: «سږکال د لوګر ولایت کانکور ازموینه کې د لوګر ولایت مرکز پل علم او ولسوالیو شاوخوا ۲۵۰۰ تنه تازه فارغانو ګډون کړی ده چې یاده ازموینه به په درې ورځو کې واخېستل شي.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې کې اوس ګڼ‌شمېر رغنیزې پروژې روانې دي او د پخوا په پرتله یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، اوس وخت رارسېدلی چې زمونږ ځوانان په عصري زده‌کړو برخه کې پرمختګ وکړي او هېواد ته بریالیتوبونه راوړي.

 دین‌پرور وویل، هر افغان دا دنده او مسوولیت لري چې بل افغان ته د لیک‌لوست زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، د ښوونځيو او پوهنتونونو ښوونکو ته په‌کار ده چې زده‌کوونکي په داسې روحیه وروزي چې هېواد ته په صداقت سره خدمت وکړي.

لوګر کانکور ازموینې یوه ګډونوال عبدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د روان کال په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو ټینګار کوي چې لوړو زده‌کړو وزارت دې د هېواد په کچه په پوهنتونونو کې شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

د ازموینې ملي ادارې له لوري د لوګر ولایت په ګډون د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې اخیستلو لړۍ پیل شوې چې ټاکل شوې په راتلوونکو دریو ورځو کې به بشپړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام