د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۱۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۱ ولایتونو کې شوې دي. په همدې موده کې ۲۹ ناروغان بېرته ښه شوي دي.
دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۱۳۷ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې د ۳۹۳ زره او ۲۰۶ کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۵۸ زره او ۸۴۳ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۵۸۲ نور کسان بیا د کورونا له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په یاده موده کې ۵۲ زره او ۳۹۲ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.
په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۱۴۶ میلیونه او ۳۰۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ۳ میلیونه او ۱۰۰ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۱۲۴ میلیونه او ۱۳۱ زرو نه ډېر بېرته رغېدلي دي.
امریکا، هندوستان، برازیل، فرانسه، روسیه او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې پهکې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېره قرباني یې ورکړې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۵۸۵ زرو نه ډېر کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.