د بدخشان د درواز اړوند د پنځهګونو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورنیو مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله اړ دي چې د اړیکو ټینګولو لپاره د ګاونډي تاجیکستان له مخابراتي شبکو څخه کار واخلي.
د نسي ولسوالي اوسېدونکی علي اغا د دې ستونزې په اړه وايي: «دلته مخابراتي شبکې سم کار نهکوي. یوازې د امتيان یوه شبکه شته چې هغه هم کله فعاله وي او کله پرې کېږي. له همدې امله موږ اړ یو چې د تاجیکستان سیمکارټونه واخلو، خو هغه هم ګران دي او ستونزې لري.»
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې د تاجیکستان سیمکارټونه نه یوازې په قاچاقي ډول ترلاسه کېږي، بلکې بیې یې هم د خلکو له وسه پورته دي. د یوه سیمکارټ بیه تر ۱۲زره افغانیو رسېږي، خو کله ناکله خلک اړ کېږي چې دا تر ۱۵زره افغانیو پورې واخلي، په داسې حال کې چې اعتبار او دوام یې هم روښانه نه وي.
د درواز سیمې دوه نور اوسېدونکي وايي چې د کورنیو مخابراتي شبکو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک له خپلو خپلوانو سره، که هغه په نورو ولایتونو او یا له هېواده بهر وي، په سختۍ اړیکه نیسي. د دوی په وینا، دا ستونزه نه یوازې د اړیکو محدودیت رامنځته کړی، بلکې د خلکو ورځنی ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.
د مایمي ولسوالي اوسېدونکی عبدالباسط وايي: «د مخابراتي شبکو نشتوالی زموږ ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. زموږ غوښتنه دا ده چې اړوند مسوولان دې، دې ستونزې ته جدي پام وکړي او ژر تر ژره دې د خلکو دا مشکل حل کړي.»
د بدخشان د درواز پنځهګونو ولسوالیو اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره عملي او چټک ګامونه پورته کړي، څو خلک له دې اوږدمهاله ستونزې خلاص شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس محمدناصر محمدي وايي چې اوس مهال په نسي، شکي، مایمي، خواهان او کوفاب ولسوالیو کې ۱۲ مخابراتي سایټونه فعال دي. د هغه په وینا، د شبکو د پراختیا لپاره نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه: «که موږ وکولای شو چې د مخابراتي سایټونو لینکونه ټولو ولسوالیو ته ورسولو، نو د خلکو د اړیکو او انټرنېټ ستونزې به تر ډېره حل شي. که لینک ونه رسېږي، یوازې د اړیکو یو څه ستونزه به حل شي، خو د انټرنېټ ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي.»
کارپوهان وايي چې د درواز سیمو جغرافیه، غرنی طبیعت او د ولایت له مرکز څخه اوږد واټن هغه اساسي عوامل دي چې د مخابراتي زیربناوو پراختیا یې ستونزمنه کړې ده.
خو د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې د عصري اړیکو نشتون دوی له نورو اساسي خدمتونو هم بېبرخې کړي دي.
دوی هیله لري چې حکومت او اړوند بنسټونه به د دې ستونزې د حل لپاره جدي او دوامدار ګامونه پورته کړي، څو د درواز خلکو ته د اړیکو اسانه او ارزانه لارې برابرې شي.


