د کونړ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم د څښاک پاکو اوبو منظم سیستم ته لاسرسی نه لري.

د دوی په خبره، دې ستونزې نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند ستونزمن کړی، بلکې د روغتیا له پلوه یې هم جدي اغېزې رامنځته کړي.

د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکې بي‌بي ناهیده وایي چې کلونو راهیسې له همدې ستونزې سره مخ دي.

د هغې په خبره، د ناپاکو اوبو له امله ماشومان ډېری وخت په نس ناستې او د پوستکې په بېلابیلو ناروغیو اخته کېږي.

هغې زياته کړه: «زه شاوخوا ۱۲ کاله کېږي چې په دې سیمه کې ژوند کوم. زموږ په سیمه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ډېر کم دی او خلک له ستونزو سره مخ دي. موږ د کور لپاره اوبه له سیند او یا هم له لرو پرتو چینو څخه راوړو چې ډېر وخت او انرژي غواړي.»

په همدې حال کې، د مرکز اسعدآباد ښار اوسېدونکی صفي‌الله وایي، که څه هم ځینې د اوبو پروژې اعلان شوې، خو لا هم ډېری سیمې د اوبو رسولو منظمې شبکې له نشتوالي سره مخ دي.

«د اسعدآباد ښار او شاوخوا سیمو کې ډېری خلک د ژورو څاګانو زيرزميني اوبو څخه د څښاک اوبو لپاره استفاده کوي. په ښار کې د اوبو منظمې شبکې کمې دي، نو ځکه اوسېدونکي تر ډېره په شخصي څاګانو تکیه کوي.»

د کونړ مرکز «کړمار» کلي اوسېدونکي هم ورته ستونزې لري.

بشیر صافي وایي چې خلک اړ دي له ټانکرونو اوبه واخلي، خو دا اوبه نه خوندي او نه هم د ټولو لپاره د لاسرسي وړ دي.

هغه زياتوي: «نه يوازې دا چې موږ داخلي مؤسساتو يا خارجي مؤسساتو ته يادونه کړې، بلکې دلته يو شمېر خیریه بنسټونه شته چې له هغوی څخه مو هم غوښتنه کړې، دا چې موږ ته وعدې او ژمنې راکړل شوي، ولې تر اوسه پورې عملي کوم ګام چې په کار دی، هغه نه دی اخيستل شوی.»

بل لور ته، د کونړ د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مسوولان بيا وايي، د اوبو رسولو په برخه کې پرمختګونه شوي.

د ياد رياست د انجنيرۍ خدمتونو مسؤل انجنير عبدالفتاح صديقي وايي: «دامهال شاوخوا ۷۸ سلنه ساحه د اوبو رسولو تر پوښښ لاندې راغلې او په ۱۴۰۴ کال کې ۳۴ پروژې تر کار لاندې دي چې ډېری يې د بشپړېدو په حال کې دي.»

ورته وخت کې، د اوبو سرچينو کارپوه عطاالله صافی د دې ستونزې اساسي لاملونه د نفوس زياتوالی، وچکالي، د اقلیم بدلون او د اوبو د مديريت کمزوري سيستمونه بولي.

نوموړی په دې اړه زیاتوي: «دا ستونزه یوازې د اوبو د سرچینو د کمښت له امله نه‌ده، بلکې د اوبو د مدیریت او عادلانه وېش کمزوري سیستمونه هم په کې مهم رول لري. په ډېرو ځایونو کې اوبه شته، خو د مناسب پلان، ساتنې او سم مدیریت د نشتوالي له امله خلکو ته نه رسېږي.»

سره له دې چې د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسوولان د اوبو رسولو د پروژو د پراختيا ژمنې کوي، خو د کونړ ډېری اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي ستونزې سره مخ دي او د دې حياتي اړتیا د پوره کېدو لپاره د عملي او دوامدارو اقداماتو غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام