د پنجشیر د والي ویاند سیف‌الدین لتون نن دوشنبه، وږي ۱۷، سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د لتون په خبره، د کرنیزو ځمکو او تولیدي کارخونو نشتوالی او د مخکیني حکومت د بې‌پروايۍ له امله چې د خلکو پر ځای یې خپل جېبونه ډک کړي وو، د ولایت اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې تړاو، د «تقویه عدالت او جامعه مدني» مؤسسې له‌خوا ۳۶۹,۸۹۴ ډالر د بشردوستانه مرستې په توګه، ۲,۲۱۶ مستحقو کورنیو لپاره چمتو شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پنجشېر والي د ولسوالانو لارښوونه کړې چې د کلیو مشرانو سره په همکارۍ د مرستو د عادلانه او اصولي وېش په برخه کې فعاله ونډه به ولري.

لتون زیاته کړه چې دا مرستې به په څلورو پړاوونو کې نقدي توګه د صرافۍ له لارې ورکول کېږي چې په هر پړاو کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۴۱.۷۳ ډالر (د ورځني نرخ مطابق) ورکړل کېږي.

د پنجشیر اوسېدونکو د دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او د نورو مرستو او همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام