د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د «خرلاڅيو»دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شوه.
ډنډپټان ولسوالي کميسار ملا محمد عثمان خطاب نن ورځ پنجشنبه وويل، د خرلاڅيو دروازه چې د کرښې هغې غاړې د قومي او مذهبي جګړو له امله د پاکستان لخوا تړل شوې وه، نن له شاوخوا ٧ میاشتې ځنډ وروسته د سوداګري پر مخ پرانيستل شوه.
هغه وويل، ياده لاره اوس يوازې د سوداګريزو توکو ليږد راليږد لپاره پرانيستل شوې او ډاډ يې څرګند کړ چې د ناروغانو تګ پرمخ به هم پرانيستل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل: «نن ورځ موږ او پاکستاني لوري په دروازه کې غونډه وکړه او له هغه وروسته مو دوعا وکړه وروسته لاره خلاصه شوه. د پاکستان له طرفه هم لس پينځلس موټر راواوښتل او زموږ له طرفه هم موټر ورغلل.»
په ورته وخت پکتيا کې د سوداګرو د اتحاديې مشر خواجه الدين کليوال هم وويل، د لارې په پرانيستل کېدو سره، دواړو خواؤ ته بار موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه.


