د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د یوولس میلیونه افغانیو په لګښت، یو چکډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه چکډېم د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ، د طبیعي سرچینو امریت تر څار لاندې، د خاکریز ولسوالي د چهاربند په سیمه کې جوړ شوی دی.

د کرنې ریاست ویاند، محمدحنیف حقمل وايي: «دغه چکډیم  ۵۶ متره اوږد، ۱۲ متره لوړ او ۱۲ متره پراخ دی چې په یوه وخت کې ۵۰زره متره مکعب اوبه زېرمه کولی شي.» د نوموړي په وینا، د ودانیزو چارو معیارونه د تخنیکي څارنې لاندې رعایت شوي، څو چکډیم اوږدمهاله پایښت ولري.

دغه بند به د چهاربند سیمې سلګونه کروندګرو او مالدارانو  د کرنیزو چارو لپاره د اوبو ستونزي حل  کړي. د نوموړي په خبره، دا چکډېم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړولو، د سېلابونو د تخریبي اغېزو په مخنیوي او د وچکالۍ پروړاندې د مقاومت لپاره جوړ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیمې یوه کروندګر رحمت‌الله وویل: «د کلونو راهیسې له وچکالۍ کړېږو، کوهي وچي شوي، اوبه نشته، ځمکه کَر نه کوي. اوس دا چکډیم زموږ لپاره د ژوند نوې هیله ده.»

بل‌خوا د اوبولګولو یو کارپوه، انجینر فضل‌الرحمن سلام‌وطندار ته وویل: «په روان اقلیمي بحران کې دا ډول بندونه تر ټولو ارزانه، مؤثره او پایدارې حل‌لارې دي. دا نه یوازې اوبه ذخیره کوي، بلکې د اقلیم له بدلون سره د تطابق ستر تمرین هم ګڼل کیږي.»

داسې حال کې چې د افغانستان سوېلي سیمې له سختې وچکالۍ سره مخ دي، د خاکرېز په څېر پروژې نه‌یوازې د کروندګرو اقتصادي ژوند ته سا ورکوي، بلکې دا هم څرګندوي چې د انساني ریاضت، نړیوال ملاتړ او هوښیار مدیریت له لارې، د طبیعت له سختو ازموینو سره مؤثره مقابله ممکنه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام