د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۷۴ زره ټُنه د انارو حاصلات ترلاسه کېږي.

د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل سلام‌وطندار ته ویلي، دا حاصلات د ارغنداب، ارغستان، شاولیکوټ، خاکریز، زېړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانیشین ولسوالیو له شاوخوا ۱۵زره هکټاره د انارو بڼونو ترلاسه کېږي.

حقمل زیاتوي چې د ارغنداب او ارغستان انار په نړیوالو بازارونو کې ځانګړي غوښتونکي او د ښه کیفیت له امله ځانګړی نوم لري. د نوموړي په وینا، سږکال د افتونو او ناروغیو اغېزې لږې وې او د کرنې ریاست د وخت په وخت څارنې له امله د بڼوالو حاصلات ښه شوي دي.

نوموړي وویل: «د تېرو کلونو په پرتله د انارو د کرنې په کچه کې لوی بدلون نه‌دی راغلی، خو کیفیت یې د پام وړ لوړ شوی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو یوشمېر بڼوال بیا له کرنې ریاست غواړي چې د افتونو او نباتي ناروغیو په درملنه، د حاصلاتو په راټولولو، بسته‌بندۍ او نورو برخو کې لاډېرې مرستې وکړي.د ارغنداب یو بڼوال قاري شرف‌الدین وايي: «موږ د سږنیو مرستو له امله خوښ یو، خو هیله لرو چې دا مرستې دوامداره او زیاتې شي.»

بل بڼوال محمداغا زیاتوي: «سږکال انار له ناروغیو پاک وو، کیفیت یې ښه و، خو زموږ غوښتنه دا ده چې مرستې تل پاتې شي.»

له دې سره په کندهار کې ځینې سیمې هم شته چې د روانې وچکالۍ له امله د انارو ترڅنګ د نورو مېوو باغونه هم وچ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام