د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د ژمي په را رسېدو سره د کابل ښار د هوا ککړتیا زیاته شوې چې خلک یې جدي ستونزو سره مخ کړي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د هوا له ککړتیا سر ټکوي او وایي، دغې چارې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.
دوی له حکومته غواړي چې د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.
د کابل ښار دوو اوسېدونکو فرهاد او همایون سلاموطندار ته وویل: «په ریښتیا هم دې شپو ورځو کې د کابل هوا د سهار او شپې له خوا ککړه وي او یوازنی علت یې دا دی چې خلک بېلابېل سون توکي سوځوي او دا لامل کېږي چې هوا ککړه شي، دغې ککړې هوا ناروغۍ هم ډېرې کړي او خلک یې په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي. له مسوولو چارواکو مو غوښتنه دا ده چې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه لاس په کار شي او په دویم قدم کې له ښاریانو غواړو چې هغه سون توکي وکاروي چې د هوا ککړتیا لامل نه ګرځي.»
«د کابل هوا د سهار او د ماښام په وخت کې ډېره ککړه وي او اکثره تنفسي مشکلات یې هم منځته راوړي، له دولت څخه زموږ هیله داده چې د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره اقدام وکړي، څو خلک وکولی شي په پاکه هوا کې په سمه توګه ژوند وکړي.»
یو شمېر نور کابل ښاریان بیا د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي کموالی، د بېکیفیته تېلو استعمال، د برښنا کمښت او د ډبرو له سکرو استفاده د هوا ککړېدو لاملونه بولي.
دوی وايي، ان د لسو مترو په واټن کې د ککړې هوا له امله خلکو ته ډېر شیان په سمه توګه نه ښکاري.
په اړه یې حمیدالله او صفيالله وايي: «سږ کال د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار هوا ډېره ککړه شوې، د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي کموالی، د بېکیفیته تېلو استعمال، د برښنا کمښت او د ډبرو له سکرو استفاده د هوا ککړېدو لاملونه دي، دغې ککړې هوا خلک له ستونزو سره مخ کړي او له امله یې پر بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته دي، موږ له حکومته غواړو چې یادې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.»
«د کابل ښار هوا په دې وروستیو کې بې حده دېره ککړه شوې او حتی په لس مترۍ کې څه نه ښکاري او باعث ددې ګرځېدلې چې تنفسي ناروغۍ رامنځته کړي، له حکومت څخه مو جدي هیله ده چې دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اوسېدونکو په وینا، که مسوولان د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره اقدام ونهکړي او روان وضعیت دوام وکړي، پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر به زیات شي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ مسوولان د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د یو لړ هڅو خبره کوي.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي وویل: «کابل ښار کې موږ تقریبا پنځه میاشتې مخکې سروې شروع کړې، په ټول کابل ښار کې هغه بلند منزلونه چې هغه مرکزګرمیانې لري هغه سروې شوي او په مشخص شکل تقریبا ۳۵۰۰ مختلف اصنافو مو سروې کړي او تقریبا ۱۵۴ نوي فلترونه په کابل ښار کې لګول شوي. د کابل ښاروالۍ د سهار وختي او شپې له خوا خپلې ګزمې لري چې د هوا ککړتیا له دې دېره نه شي.»
د یادونې ده چې د کابل ولایت مقام هم یوه خبرپاڼه کې له ښاریانو غوښتي چې د هوا د ککړتیا کمولو په موخه د مرکز ګرمیو د لوګي د تصفیې فلټرونه په بشپړ ډول فعال کړي او د معیار مطابق وساتي.
کابل ښار کې د وګړو شمېر زیاتوالی، وچکالي او له ډبرو سکرو او دود ورکوونکو توکو څخه د ښاریانو ګټه اخیستنه د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بلل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل هوا د ککړتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي او دغه ښار د نړۍ له ککړو ښارونو څخه بلل شوی دی.


