Asset 1SWN

د اسراییلو برید؛ د حماس پوځي څانګې ویاند ژوند له لاسه ورکړی

8329062_330

د فلسطیني سرچینو په وینا، د حماس د پوځې څانګې «القسام» ویاند ابوعبیده د اسراییلو په هوايي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د العربیه خبري شبکې د راپور له مخې، اسراییلو په دې برید کې هغه ودانۍ په نښه کړې چې ابو عبیده او نورو ملګرو یې، په‌کې شتون درلود.

سرچینې زیاته کړه چې د ابوعبیده کورنۍ او د القسام ځینو قومندانانود هغه د جسد له لیدلو وروسته د مرګ پخلی کړی دی. د اسراییلو پوځ هم د دغه برید خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې هدف یې د حماس یوه «اصلي غړي » وژل و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د اسراییلي رسنیو راپورونه ښيي چې د دې برید د پلان او احتمال شاوخوا ۹۵٪ بریالی وو. د اسرائیل ۱۲ چینل ټلویزیون په وینا، لومړی د غزې شمال په دې ودانۍ کې د ابوعبیده د حضور ځای شپه مخکې ترلاسه شول او برید د شنبې پر ورځ د ماښام په پنځه نیمو بجو شوی دی.

حماس تراوسه په دې اړه څه نه‌‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام