د «العربیه» خبري شبکې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ د غزې په ښار کې د السلام برج بمبار کړی دی.

دغه برید د هغه وروسته شوی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دوشنبه (د وږي ۱۷مه) اعلان وکړ چې د تېرو دوو ورځو پرمهال د غزې په سیمه کې ۵۰ هستوګنیزې لوړې ودانۍ ویجاړ شوي او دا یوازې د پراخ پوځي عملیاتو پیل بلل شوی دی.

د نتنیاهو خبرداری

نتنیاهو د غزې اوسېدونکو ته وویل: «ما ته په دقت غوږ ونیسئ: تاسو ته خبرداری درکوم، له دې ځایه ووځئ.»

له دې وړاندې، د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز پر «ایکس‌پاڼه» لیکلي: «نن به د غزې ښار په اسمان کې لوی توپاني باد راووځي او د ترور برجونه به وځپي.»

وروستی خبرداری

کاتس زیاته کړه: «دا د حماس د عناصرو او مشرانو لپاره وروستی خبرداری دی، که په بهرنیو هېوادونو کې په هوټلونو کې وي.» هغه وویل: «بنديان خوشې کړئ او خپلې وسلې وسپارئ، که نه نو غزه به ویجاړه شي او تاسو به هم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کاتس ټینګار وکړ چې اسراییلي پوځ «مخکې له مخکې ټاکل شوي پلان سره سم عملیات پرمخ وړي او ځان د غزې د پراخ کنټرول لپاره چمتو کوي.»

د اسراییلي رسنیو راپورونو په وینا، نتنیاهو خپلو وزیرانو ته امر کړی چې د غزې د عملیاتو په تړوا، هېڅ ډول څرګندونې ونه کړي.

غزې ښار له څو اوونیو راهیسې د اسراییلو د بمبارۍ او پوځي عملیاتو شاهد دی. د یکشنبې پر ورځ، اسراییلي پوځ د «الرؤیا» برج شاوخوا اوسېدونکو ته ویلي وو چې مخکې له بمبارۍ ودانۍ پریږدي. دوی ادعا وکړه چې په دې ودانۍ کې «د حماس اړوند ځینې بنسټونه» شتون لري.

د خپرو شوو ویډیوګانو له مخې، د هستوګنې دغه برج د بمبارۍ پرمهال په بشپړه توګه راولوېد او د دوړو ترمنځ د اوسېدونکو وېره او خپګان هم لیدل کېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام