بدخشان کې د اسلامي امارت محلي مسوولان وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۸ مخالفان وژلي او ۷۸ نور یې ژوندي نیولي دي.
باختر خبري اژانس نن یکشنبه د لړم دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي له قوله لیکلي چې دغه کسان د اسلامي امارت د ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوي او نیول شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ویلي چې په وژل شویو کې د یادو مخالفانو دوه قومندانان «بحرالدین او عبدالحمید» هم شامل دي.
په ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړې چې د دغو عملیاتو پرمهال د اسلامي امارت درې سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي هم دي.