افغانستان سره پر ګډه پوله د نشهيي توکو له قاچاق کوونکو سره د نښتو زیاتوالي په تړاو د تاجیکستان اندېښنو ترڅنګ، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د دې ستونزې حل د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ لا جدي همکاریو ته اړتیا لري.
هغه وویل، که د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سرحدي ګزمو لپاره اړینې همغږۍ رامنځته شي، د نشهيي توکو قاچاق به تر ډېره راکم شي.
«د امارت له راتګ سره سم د انتقال او قاچاق کچه ډېره کمه شوې. ځواکونه خپلې ګزمې ترسره کوي، خو اړتیا شته چې دواړه هېوادونه لا زیاتې همغږۍ وکړي او ګزمې یې همغږې شي، څو د قاچاقچیانو د تګ راتګ مخنیوی وشي. افغانستان کې د مخدره موادو کرنه ختمه شوې او منع ده، د دغو موادو مقدار هم کم شوی، له دې لارې قاچاق هم مخنیوی کېږي، خو ښایي دا ستونزه لا هم یو وخت دوام وکړي.»
په دې وروستیو کې د تاجیکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر ظفر صمد ویلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال پر مهال یې د افغانستان سره په ګډو سرحدي سیمو کې، د خاتلون او ګورنو- بدخشان (GBAO) برخو کې د افغان قاچاقبرانو، نږدې ۲ زره او ۵۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي.
د هغه په وینا، په همدې موده کې د نشهيي توکو قاچاقبرانو سره ۱۷ سرحدي نښتې ثبت شوې، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۶ پېښې وې.
امنیتي او سیاسي شنونکي هم وایي، که د ګډو پولو امنیت په سمه توګه مدیریت نه شي او د قاچاقبرانو د تګ راتګ مخه ونه نیول شي، دا به د ډلهییز امنیت د تړون سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان پر اعتبار منفي اغېز وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوځي شنونکی صادق شینواری او سیاسي شنونکی مطیعالله آرینپور د دې ستونزې د حل لپاره د دواړو لورو د همغږو او عملي ګامونو غوښتنه کوي.
«د مخدره توکو د قاچاقچیانو راتګ او د دغو شخړو دوام کولی شي د افغانستان موقف د نړیوالې ټولنې په سترګو، په ځانګړې توګه د ګډ امنیتي تړون غړو هېوادونو کې، کمزوری کړي. که وضعیت په سمه توګه مدیریت نشي، احتمال ډېر دی چې افغانستان د امنیتي ګواښونو سره مخ شي او د نړیوالو مرستو ملاتړ له لاسه ورکړي.»
«دا اړتیا لري چې عملي او څو اړخیزې همکارۍ وشي. لومړی باید پوله کنټرول او پیاوړې شي، د قاچاق شبکو پر وړاندې د معلوماتو شریکول او همکاري له افغانستان سره وشي، د قاچاق لارې وپیژندل او بندې شي، او په کور دننه اقتصادي او ټولنیزې فرصتونه پیاوړې کړل شي.»
د تېر میلادي کال په جنورۍ میاشت کې، تاجیکستان د دوو جلا پېښو خبر ورکړی و چې پکې د دې هېواد سرحدي ساتونکو له افغان نشهيي توکو قاچاقبرانو سره نښتې کړې وې.
تاجیکستان هغه مهال اعلان کړی و چې د دغو نښتو په ترڅ کې ۷ افغان قاچاقبران وژل شوي او د نشهيي توکو یو شمېر بستې هم ترې ترلاسه شوې وې.


