د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوي ایران ته د سفر پرمهال د هغه هېواد د قضاییه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریبابادي سره لیدلي.
د سترې محکمې د بهرنیو اړیکو او مطبوعاتو برخې مشر عبدالرحیم راشد وویل، د اسلامي امارت پلاوي دغه لیدنه کې له ایراني لوري غوښتي، څو هغه هېواد کې د افغان زندانیانو په ځانګړې توګه په اعدام د محکومو شویو نوملړ له افغانستان سره شریک کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د سترې محکمې اداري مرستیال له ایراني چارواکو همدارنګه غوښتي چې د افغان زندانیانو د اعدام پر ځای، بدیل لارې وارزوي.
نوموړي وویل: «د دې محکمې قضايي پلاوي د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشري ایران ته د سفر پرمهال د هغه هېواد د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي سره لیدلي او دې لیدنه کې د قضایي هکاریو پیاوړتیا، پر اعدام محکومو افغانانو په اړه خبرې شوي او له ایران غوښتنه شوې چې پر اعدام محکومو افغانانو سره د اسلامي اخوت له مخې، نرمي وښيي او د اعدام پر ځای نورې لارې ولټوي.»
د سترې محکمې قضايي پلاوي د ایران چارواکو سره لیدنه کې هغه هېواد کې د افغان کډوالو د حقونو پر تامین د ټینګار ترڅنګ، د هغوی لپاره د کار او زدهکړو زمینې برابرولو غوښتنه کړې.
هغه ویلي چې د محکمې له حکم پرته دې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو ډډه وشي. د ایران د قضاييه قوې د نړیوالو چارو مرستیال هم د اسلامي امارت پلاوي سره لیدنه کې ویلي چې نژدې راتلونکې کې به یو زر او ۵سوه افغان زندانیان افغانستان ته ولېږدول شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ایران د بشري حقونو سازمان رپوټ ورکړی وو چې دغه هېواد کې د ۲۰۲۴ کال لسو میاشتو کې ۴۹ افغانان اعدام شوي دي.