له ایران څخه یوشمېر راستنېدونکي وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د کړاو شپې او ورځې تېروي.
د هرات اوسېدونکې پریسا چې دوه اوونۍ وړاندې په زور له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړل شوې، وايي، د سرپناه نشتوالي او کمزوري اقتصاد له امله د یوه خپلوان کور کې ژوند کوي.
هغې سلامطندار ته وویل: «بد وضعیت کې ژوند کوم، د کور د کرایه کولو توان نهلرم؛ اوس نهپوهېږم چې زما او د ماشومانو برخلیک به مې څنګه وي. خاوند مې وزګاره دی؛ د یوه خپلوان کور کې مې ژوند کوم. دوی هم زموږ څخه په تنګ دي.»
عبدالودود چې څلور ورځې وړاندې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی او اوس د اسلامکلا په یوه کمپ کې ژوند کوي، وايي، د سرپناه، خوړو او کار نشتوالي یې، ژوند تریخ کړی دی.
نوموړي وویل: «موږ له حکومت څخه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې؛ زموږ ټولې پیسې او پانګه په ایران کې پاتې شوه او موږ پخپله راغلو؛ موږ د اړتیا له مخې، ایران ته تللي وو او اوس د اړتیا له مخې، بېرته راستانه شوي یو؛ زموږ ستونزې ډیرې دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال یوشمېر نور بېرته راستنه شوي، بیا له سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو د مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوي.
۲۰کلن سعید چې تازه له ایران راستون شوی واي: «که موږ یې، نهوای سړلی، هېڅکله افغانستان ته نهراتلو، ځکه دلته کار نشته او ژوند سخت تېرېږي.»
له ایران څخه راستانه شوي افغان داسې مهال د ژوند له ستونزو سره د مبارزې په اړه شکایت کوي او غوښتنه کوي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وشي چې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی، افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو د حیاتي، خوندیتوب او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دی.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي: «د ایران او افغانستان په پوله د اسلامکلا او میلک په لارو کې ترافیک مخ په زیاتیدو دی. هره ورځ شاوخوا ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې خلک له پولې تیریږي چې د معمول شمېر څخه نږدې دوه چنده دی. په دې وروستیو ورځو کې دا شمېره هره ورځ ۳۰۰۰۰ کسانو ته رسېدلې ده.»
د کډوالو او بېرته راستنددونکو چارو وزارت له ایران څخه د راستنیدونکو په اړه تراوسه خپل شمېر نهدي وړاندې کړی.


