Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران جګړه؛ زرګونه افغانان اړ دي چې خپل هېواد ته ستانه شي

د ایران جګړه او افغان کډوا

ایران کې زرګونه افغان کډوال د جګړو شدت له امله اړ کېږي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR نن شنبه د حمل لومړۍ / مارچ ۲۱ پر اېکسپاڼه لیکلي چې ایران کې د جګړو د زیاتېدو له امله، زرګونه افغان کډوال افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې دا کډوال داسې مهال خپل هېواد ته ستنیږي چې افغانستان له وړاندې له څو هم‌مهاله بحرانونو سره مخ دی او د دوی د منلو او ملاتړ لپاره محدود امکانات لري.

یاد سازمان ټینګار کړی چې بېرته ستنېدونکي کډوال بېړنۍ بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو ته سخته اړتیا لري، څو وکولی شي خپل ژوند ته رسېدنه وکړي.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، هغه افغانان چې په ایران کې ژوند کوي، د روانې جګړې تر اغېز لاندې راغلي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام