Asset 1SWN

له ۲۲ ښځینه کارګرانو سره مرکې؛ «تنخوا مو کمه او نامناسب چلن راسره کېږي»

کارگر-زن-qu00f2dxhpt2bjymc0hyjy30e145wsy4gne1uj4cjs

له ۲۲ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې دا ښځې د خلکو په کورونو کې له سختو کارونو سره سره لږ تنخوا اخلي او د کار خاوندانو له لوري ورسره نامناسب چلن کېږي. دوی وايي، د سختو اقتصادي ستونزو له کبله یې درنو کارونو ته مخه کړې، خو کمه تنخوا یې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

د دغو ښځو له ډلې ۲۰ هغو ته د خپلو کورنیو سرپرستي هم ور پر غاړه ده او ناچاره دي چې یوه مړۍ ډوډۍ ورته پیدا کړي. بله‌خوا د دغو ښځو له ډلې ۱۹ هغه له خپلو تنخواوو خوښې نه‌دي او ۱۱ نورې یې بیا وايي چې د کار خاوندان ورسره نامناسب چلن کوي او کله کله خو یې سپکاوی هم کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سلام‌وطندار په دغه راپور کې په جوزجان کې له څلورو، په بامیان، تخار، ننګرهار، فاریاب او کابل کې له درېوو-‌درېوو، په کندوز کې له دوو او په بغلان کې له یوې ښځینه کارګرې سره مرکې کړې دي.

د کاپیسا اوسېدونکې فوزیه وايي، د اووه‌کسیزې کورنۍ سرپرسته ده او له لاسونو یې ښکاري چې د عمر پر ځای، روزګار زړه کړې او په خبره یې، سره له دې چې ناروغه ده، خو د بې‌وزلۍ له کبله د خلکو جامې مینځي، ډوډۍ ورته پخوي او کورونه یې پاکوي.

نوموړې زیاتوي: «ډېره موده کېږي چې د خلکو په کورونو کې کار کوم او په وروستیو درېوو کلونو کې بېخي سخته راباندې تمامېږي. د خلکو کورونه پاکوم، جامې یې مینځم، وړۍ یې ټکوم، ډوډۍ ورته پخوم؛ مقصد چې غریبي وي، کوم یې. کوم کار چې نه‌شم کولای، مجبوره یم چې ووایم کولای یې شم؛ بیا پر ځان فشار راوړم. سره مې راباندې ګرځي، فشار مې لوړېږي، ښیښې نه‌شم پاکولی، سخت راته پرېوځي.»

د کندوز اوسېدونکې لیلما چې ۳۹ کاله عمر لري وايي: «شپږ کاله کېږي چې د خلکو کورونو کې کار کوم. مجبوره یم؛ ځکه چې اقتصادي وضعیت مو خراب دی. کاشکې چې یوازې خپل بچیان مې وای؛ خاوند مې زوړ دی؛ د خپلو بچیانو ترڅنګ مې د شهید زوی پنځه بچیان هم را پر غاړه دي.»

په همدې حال کې د ۲۲ کارګرو ښځو له ډلې ۱۹ هغه یې له خپلو تنخواوو خوشحاله نه‌دي او وايي، سخت کارونه کوي، خو تنخواوې یې کمې دي او د ژوند اړتیاوې یې نه پوره کوي. ۳۵کلنه فاطمه چې د بامیان اوسېدونکې ده او له درېوو کلونو راهیسې کارګري کوي او د تخار اوسېدونکې نجیبه چې ۴۰ کاله عمر لري، وايي:

«د میاشتې له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې راکوي. د کور کار ته په کتو دی؛ که زیات وي، پیسې یې هم ډېرې دي او که کم و، کمې دي. دا تنخوا مې د کور لګښتونه نه پوره کوي، خو څه وکړم؟ مجبوره یم چې په همدې ۳۰۰۰ افغانیو هم ګوزاره وکړم؛ لږترلږه مو وچه ډوډۍ پرې کېږي. زه د سهار له اتو د ماښام تر پنځو بجو پورې کار کوم او ان د جمعې په ورځ هم کار کوم؛ هېڅ رخصتي نه‌لرم.»

«هغه کار چې زه کوم او کومې پیسې چې اخلم، هېڅ بسنه نه کوي. د کور خرچه مو وځي؛ کور مو هم کرايي دی. د ورځې ۲۰۰ افغانۍ تنخوا راکوي. له مجبوریته کار کوم؛ که مجبوره ونه اوسم، هېڅ یې نه کوم. د سهار له اتو بجو نه د مازدیګر تر څلورو پورې ځم.»

د هغو کارګرو ښځو له ډلې چې مرکې ورسره شوي، ۱۱ یې ویلي چې د کار خاوندان ناسم چلن ورسره کوي او په وینا یې، د کار خاوندان یې ډېر کله سپکاوي کوي.

۳۵کلنه روزي‌ګل د کونډه او د تخار اوسېدونکې ده وايي، څلور بچیان لري او خاوند یې په کورنیو جګړو کې وژل شوی دی. هغه زیاتوي: «وايي، راشه جامې ومینځه. کله مې چې ومینځلې وايي، انګړ جارو کړه؛ ښیښې او لوښي ومینځه. که کومه لکه پرې پاتې شوه، بیا ښېرې کوي، ټنډه یې تروه نیولې وي. له ژونده بېخي ستړي شوي یوو؛ روزګار مو همداسې دی. کومې پیسې چې د جامو مینځلو راکوي، د کور لګښتونه مو نه پوره کوي.»

د فاریاب اوسېدونکې میلې چې ۳۰ کاله عمر لري وايي، سهار تر بېګاه د خلکو په کورونو کې کار کوي او د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ تنخوا ورکوي. هغه وايي، د کار پر مهال ورسره ناوړه چلن کېږي او ان سپکوي یې.

نوموړې زیاتوي: «نه په میاشت او نه هم په اوونۍ کې رخصتي شته؛ د ورځې کار کوو. په کوم کور کې چې زه کار کوم، سم چلن نه راسره کوي؛ ځکه هغوی شتمن دي؛ زه یوه بې‌وزله یم. خپله ښه ډوډۍ خوري، خو زه وچې ډوډۍ ته ناسته یم. اوس مو په ټولنه کې حقونه تر پښو لاندې شوي، څوک یې نه راکوي.»

د ښځو حقونو فعالان بیا کارګرو ښځو ته د کمې تنخوا ورکړه، د جنس له مخې توپیري چلن، ناوړه چلن، ناسم فرهنګي لیدلوري او د ازدو کارونو لپاره د قوانینو نه موجودیت چې د کارګرو ملاتړ وکړي، د افغان کارګرو ښځو د ستونزو تر ټولو ستر لاملونه بولي. دوی له حکومت څخه غواړي چې مناسبې کاري اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ښځو حقونو فعاله فرحناز معراج وايي: «کومې ستونزې چې افغان ښځې د کار پر مهال ورسره مخامخېږي، د افغانستان په ټولنه کې سختو ستونزو او ننګونو ته اشاره کوي. د دغو شرایطو د ښه‌والي لپاره باید قوانین جوړ او پوره څارنه یې وشي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله وږمه یعقوبي هم وايي: «له بده مرغه نن زموږ ښځې له زرګونو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ مجبوره دي چې د ډېرو کمو پیسو پیدا کولو لپاره د خلکو کورونه پاک کړي. دوی ته باید درناوی وشي. حکومت هم باید ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.»

بله‌خوا د ټولنیزو چارو شنونکی ضیا نېکزاد وايي: «د یوې سالمې ټولنې لرلو لپاره لومړی قانون ته اړتیا لرو چې د مېرمنو ملاتړ وکړي او بل بافرهنګه خلکو ته اړتیا لرو. خلک دې خپله د ښځو ملاتړ وکړي. مناسب کاري چاپېریال دې ورته برابر کړي او دا باید د ټولو د خوندیتوب لامل شي، څو په ښه ډول خپل کار سر ته ورسوي.»

حقوق‌پوهان هم وايي چې اوس په افغانستان کې د کارګر او د کار د خاوندانو ترمنځ د اصولو په پام کې نیولو برخه کې کوم قانون نه عملی کېږي. حقوق‌پوه عبدالشکور دادرس وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې قانون نشته او د کار او کارګر قانون یوازې نوم پاتې دی؛ په دې مانا چې مخکې و، خو نه عملي کېږي. د کار خاوند یې په خپله خوښه ګوماري، په خپله خوښه تنخوا ورته ټاکي او هره ورځ یې چې زړه شو، بېرته یې رخصتوي. دا ډېره سخته ده؛ ځکه کارګر په خپل ژوند نه پوهېږي. کار پرې ډېروي او ټاکلی وخت هم نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د کار قانون له بیاکتنې وروسته د عدلیې وزارت له لوري د ا.ا مشر ته د توشېح لپاره لېږل شوی دی. د دغه وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي: «د امیرالمومنین د فرمان له مخې، د قوانینو او طرزالعملونو بیاکتنه پیل شوې او له نېکه مرغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار قانون بیاکتنه کړې او په کومو برخو کې یې چې تعدیل ته اړتیا وه، په‌کې راوستې یې دي.»

موږ وغوښتل چې په دې اړه د عدلیې وزارت نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

ښځینه کارګرې داسې مهال له سختو کارونو څخه سر ټکوي چې په هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته د افغان ښځو پر کار سخت محدودیتونه ولګېدل او ګڼ‌شمېر مېرمنو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د خلکو په کورونو کې کار کولو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام